1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په رومانیا کې له ۱۵ تښتول شوو پاکستانیانو ۷ تنه آزاد شوي

۱۳۹۶ خرداد ۳, چهارشنبه

کابو اووه میاشتې وړاندې ۱۵ پاکستاني وگړو په غیر قانوني توگه د سمندر له لارې اروپا ته د رسیدو هڅه کوله چې سمندري غلو په رومانیا کې برمته کړل. اوس له دغې ډلې اووه تنه آزاد شوي دي.

https://p.dw.com/p/2dUQ4
Pakistani Entführt
انځور: DW/A. Bacha

دغه ټول پنځلس تنه د خیبر پښتونخوا د بېلا بېلو سیمو ول چې اووه میاشتې وړاندې د یوې ښې راتلونکې په تمه اروپا ته د رسیدو له پاره په غیر قانوني سفر وتلي ول. ویل کیږي چې هغوی په رومانیا کې سمندري غلو تښتولي ول او پر نور سړي تښتونکو ډلو یې پلورلي ول. په آزادو شوو کسانو کې شپږ تنه د سوات سیمي دي او یو تن بیا د نوښار دی.

د سوات سیمي اوسیدونکي عبدالجبار خان د دویچه ویله له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي چې وراره شمشیر علي خان، یې هم په دغو پنځلسو کسانو کې شامل وو. د هغه په خبره برمته نیونکو به تل تلیفونونه کول او پر برمته شوو کسانو به یې تشدد کاوه.

هغه زیاتوي: «موږ له یوې او بلې خوا په پور پېسې راټولې کړې او د یوه قاچاقبر په واسطه مو د نفر پر سر دوه نیم سوه زره کلدارې تاوان ورکړ او خپل بچي مو راخلاص کړل.»

په دغو تښتول شوو کسانو کې یوازې اووه تنه د سوات دي. د تښتول شوو کسانو خپلوانو څه موده وړاندي په سوات کې یوه احتجاجي مظاهره هم کړې وه او له حکومته یې د هغوی د آزادېدو غوښتنه کړې وه.

اوس په سوات کې د آزادو شوو کسانو په کورونو کې له خوشحالۍ اختر دی. د شمشیر علي مور زهرا بي بي، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي کله چې مې د زوی د آزادیدو خبر راورسید نو په کور کې مو د خوښیو پسرلی راغی: «موږ د خپلو اولادونو د آزادولو له پاره له خلکو پورونه وکړل، خو حکومت مو هیڅ لاس نیوی و نه کړ.»

زهرا بي بي غواړي چې زوی یې بیرته خپل ټاټوبي ته وروگرځي خو زوی یې په ترکیه کې دی او نه غواړي چې خپل کور ته ولاړ شي. د زهرا بي بي په خبره اروپا ته یې د خپل زوی د استولو له پاره ډیرې پېسې پور کړي دي او د پور تر ورکولو پورې یې زوی په اروپا کې پاتیدل غواړي.

د شمیر علي په څیر د برمته نیونکو له منگلو آزاد شوي یو شمیر کسان اوس په ترکیه کې دي او نه غواړي چې بیرته خپل هیواد ته ستانه شي. په ترکیه کې د سوات د کوزې بانډي، اوسیدونکي هلال په خپلو خبرو کې ادعا کړې ده چې برمته نیونکو پر دوی ورځ او شپه تشدد کاوه او خوراک او څښاک له پاره یې څه نه ورکول: «موږ لومړی په رومانیا کې سمندري غلو وتښتولو او بیا یې پر یوه بله سړي تښتونکي ډله وپلورلو. په دغه ډله کې ځینې افغانان هم ول چې زموږ سره به یې په پښتو ژبه خبرې کولې.»

هلال ویلي دي چې دوی هره ورځ داسې احساس کاوه چې گنې وبه وژل شي. د هلال په خبره «بیرته خپل هیواد ته ستنیدل غواړي خو کومې پیسې چې یې کورنیو د آزادولو له پاره پور کړي دي، د پوره کولو له پاره همدلته پاتيږي او نه غواړي چې تش لاس کور ته ستون شي.»

د پنځلسو برمته شویو کسانو څخه اوس اووه تنه آزادل شوي، خو د باقي پاته اتو کسانو په هکله هیڅ معلومات نه شته.

عدنان باچا، سوات