1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په زابل کي شپږتنه امريکايي سرتيري وژل سوي دي

نجيب الله زیارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ آذر ۲۶, سه‌شنبه

په افغانستان کي د ايساف ځواکونو ويلي دي چي د دغه هيواد په جنوب کي د يوې څرخۍ الوتکي د رالوېدو په پښه کي د دوی شپږ تنه عسکر وژل سوي دي. ويل سوي دي په دغه سيمه کي چي الوتکه رالوېدلې ده وسله وال ياغيان فعاله نه دي.

https://p.dw.com/p/1AbXz
انځور: dapd

د وروستيو راپورونو له مخي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د دسمبر ۱۷) په زابل ولايت کي په رالوېدلې الوتکه کي شپږ تنه امريکايي سرتيري وژل سوي دي. په کابل کي د ايساف ځواکونو ويلي دي چي د پيښي په اړه پلټني پيل سوي دي.

له بلي خوا د امريکا د دفاع وزارت ويلي دي چي په الوتکه کي وژل سوي کسان امریکايان دي او زياته کړې يې ده چي په دغه الوتکه کي يو تن ژوندی پاته سوی دی چي روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دی.

د امريکا د دفاع وزارت يوه چارواکي د نوم د نه اخيستلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي په هغه سيمه کي چي الوتکه را لوېدلې ده د دښمن هيڅ خطر موجود نه وو.

خو د وسله والو طالبانو يوه وياند په افغانستان کي رسنيو ته ويلي دي چي دغه څرخي الوتکه د دوی د يوه ملګري له خوا ويشتل سوې او را نسکوره سوې ده.

د امريکا متحده ايالاتو د پوځ له پاره د څرخي الوتکي وروستۍ پيښه د روان کال په اپريل مياشت کي وه چي د افغانستان په خيتځ کي د يوې اپاچي ډوله څرخي الوتکي په رالوېدو کي دوه تنه امريکايی سرتيري ووژل سول.

په پلان کي ده چي د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري به له افغانستان څخه ټول امريکايي ځواکونه ووځي او له کابل سره د امنتي تړون په لاسليکولو سره به له ۸۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰ پوري امريکايي سرتيري د يوه نوي ماموريت په چوکاټ کي پاته سي.