1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په زرهاؤ مهاجرو د يونان مقدونيې پوله ماته کړه

آژانسونه / احمدولي اڅکزی۱۳۹۴ شهریور ۱, یکشنبه

په مقدونيه کي حيرانتيا خوره ده. په زرهاؤ پناه غوښتونکي د يونان څخه و مقدونيې ته د پولي د خنډونو په ماتولو سره ننوتل. دا د هغه باوجوده چي د مقدونيې پوليسو ورته نه ژوبل کونکي بمونه وچاودل.

https://p.dw.com/p/1GK4Q
انځور: Reuters/O. Teofilovski
د مقدونيې پوليسو هڅه وکړه چي د پناه غوښتونکو مخه ونيسي چي د يونان څخه و مقدونيې ته داخل سي. پوليسو د لوی ږغ او زياته ړنا کوونکو خو نه ژوبل کوونکو بمونو څخه کار واخيست، چي دغه پناه غوښتونکي وبېروي. خو د هغه باوجوده په زرهاؤ پناه غوښتونکي په دې وتوانېدل چي د پولي خنډونه مات او مقدونيې ته داخل سي.

دا د هغه وروسته چي دغو په زرهاؤ پناه غوښتونکو څو ورځي د پخوانۍ يوګوسلاويا د جمهوريت مقدونيې او يونان تر منځ په داسي سيمي کي شپې او ورځي سبا کړې، چي پر پوله پرته وه. زياتره دغه پناه غوښتونکي غواړي چي د هنګري له لاري و لوېديځو اروپايي هيوادونو ته ځان ورسوي.

د مقدونيې پوليسو د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۵کال د اګست ۲۳مه نېټه) لا د پناه غوښتونکو د بېرولو له پاره د نه ژوبل کوونکو بمونو څخه کار اخيستی ؤ. پوليسو په خپل دغه اقدام سره غوښتل چي د دې مخه ونيسي چي پناه غوښتونکي و مقدونيې ته داخل سي. د دغو پوليسو د تقويې له پاره حکومت عسکر هم و دغې سيمي ته ولېږدول. خو د هغه باوجوده په سلهاؤ پناه غوښتونکي په دې بريالي سول چي تر پولي واوړي.

په زرهاؤ پناه غوښتونکي د جمعې په ماخستن دې ته مجبوره سوه چي شپه بېله اوبو او بېله خوراکو تر شين آسمان لاندي تېره کړي، ولي چي د مقدونيې پوليسو د داخلې اجازه نه ورکوله. دا په داسي حال کي چي سخت بارانونه هم اورېدل.

مقدونيه د خپل چلن څخه دفاع کوي

د مقدونيې حکومت ويلي چي دې ته اړ سوی چي د ورتلونکو پناه غوښتونکو شمېر راټيټ کړي. د حکومت په وينا و مقدونيې ته د ورننوتونکو پناه غوښتونکو شمېر هره ورځ تر ۲۰۰۰ اوښتی وي. زياته سوې چي حکومت غواړي چي په دې توګه سره د ګېفګېليا په څېر پيښو مخه ونيسي. د مقدونيې د ګېفګېليا په سيمه کي پناه غوښتونکو پر يو اورګاډي هجوم وروړی ؤ. دغه اورګاډی د سربستان پر لور روان ؤ.

مقدونيه وايي چي په تيرو دوو مياشتو کي يې تر ۴۰ زرو څخه زيات داسي پناه غوښتونکي ثبت کړي دي چي له يونان څخه ور اوښتي ول. د بالقان دغه هيواد د يونان سره پر پوله د يادي لانجې له کبله اضطراري حالت اعلان کړی ؤ.

د اټکلونو له مخي د يونان او مقدونيې پر پوله په تيرو دوو ورځو کي تقريبا ۵۰۰۰ انسانان بند پاته ول. دغو پناه غوښتونکو غوښتل چي و مقدونيې ته داخل سي، خو اجازه نه ورکول کېدله تر څو هغوی خنډونه مات کړل او مقدونیې ته داخل سول. خو د دغو پناه غوښتونکو د راتګ بهير لا نه دی درېدلی او د يونان د نورو برخو څخه د سرويس موټرو او اورګاډو په مرسته پناه غوښتونکي د مقدونيې سره د پولي پر لور روان دي.