1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په زرونو افغانان په هند او پاکستان کې بند پاتې دي

۱۳۹۹ فروردین ۷, پنجشنبه

په زرونو افغانان چې د درملنې له پاره هند او پاکستان ته تللي ول، د سرحدونو له تړلو سره هلته بند پاتې دي. ځينې افغان مسافر ادعا کوي چې پاکستان هغوی له هوټلونو او مساپرخانو څخه په زور باسي.

https://p.dw.com/p/3a31z
Indien - Afghanen in Delhi
انځور: Anil Chatterjee

د کرونا ويروس د خپریدو د مخنيوي له پاره افغانستان ته له هندوستان څخه د پروازونو لغوه کیدل او افغانستان سره د پاکستان د ځينو پولو تړل، د دې سبب ګرځيدلي چې په زرونو افغانان په دغو هیوادونو کې بند پاتې شي. د دغو افغانانو يو شمير يې وايي چې د ګڼو ستونزو، لکه د پيسو او د ځای له نشتوالي سره مخ دي.

د تخار ولایت اوسیدونکی جلال ثنا، چې ۲۰ ورځې کيږي له خپلې ناروغه خور سره په پاکستان کې دی دويچه ويله ته يې وويل: «مسافر له هوټلونو څخه په زور وباسي چې اکثره يې د سړکونو پر غاړه شپې او ورځي تيروي. په پاکستان کې د کرونا ويروس د پيښو په ډيریدو سره، دغه کسان هم په کرونا ويروس د اخته کیدو له خطر سره مخامخ دي.«

په پاکستان کې بند پاته افغانان په دغه هيواد کې د افغانستان د سياسي نمايندګيو د نه پاملرنې څخه شکایت کوي. ثنا وايي: «زه د افغانستان قونسلګرۍ ته تللی وم. مسافرو ته توجه نه کوي. کوم کسان چې مړه شوي وو، هغه يې ډير په سختۍ انتقال کړل. يو جسد لا هم د دروازې شاته پاتې وو.«

د لغمان ولايت اوسیدونکی محمد فهیم هم وايي چې په پاکستان کې بند پاتې دی. دغه افغان وايي: «که زموږ له پاره د قرنطين امکانات برابر کړي، موږ ځانونه قرنطين کوو. اوس يې موږ حتی مجبوره کړي يوو چې له هوټلونو څخه هم باید ووځو. موږ اوس د اوسيدو ځای نه لرو.«

دغه افغانان له افغان حکومت څخه غواړي چې هيواد ته د بيرته ستنيدو شرایط ورته برابر کړي. فهيم په دې اړه وايي: «موږ غواړو چې دوی ژر تر ژره له پاکستان سره خبرې پيل کړي او يا الوتکه راواستوي. ټکټ يې موږ خپله اخلو.«

د کابل ولايت اوسیدونکې زینب چې د درملنې له پاره پاکستان ته تللې دویچه ويله ته يې وويل: «که د سړک پر سر ژوند وکړو کرونا مو نيسي. لطفاً دروازه دې خلاصه کړې چې موږ افغانستان ته ستانه شو.«

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت چارواکي حاضر نه شول چې د دويچه ويله پوښتنو ته ځواب ورکړي. خو د دغه وزارت يوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وويل چې هند او پاکستان دغه محدوديتونه لګولي دي او تر هغې چې دغه هيوادونه همکاري ته حاضر نه شي، د افغانستان سياسي نماينده ګيانې په يوازې سره هيڅ نه شي کولی.

د دغه چارواکي په خبره، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ايله دومره کړي چې اته جسدونه په ډيرې سختۍ سره له پاکستانه افغانستان ته انتقال کړي.

هندوستان

وروسته له هغې چې هند د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي له پاره، افغانستان ته خپل ټول پروازونه بند کړل په دغه هيواد کې هم ډير افغانان بند پاتې دي.

هندوستان ته د درملنې له پاره د تللو کسانو ترڅنګ، په دغه هيواد کې ميشت افغان محصلين هم له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

په هندوستان کې د افغانستان د سفارت د مطبوعاتو د څانګې مسئول عبدالحق آزاد دغو ستونزو ته په اشارې سره دويچه ويله ته وویل: «يو شمير افغانان چې هندوستان ته راغلي او دلته بند پاتې دي له مالي ستونزو سره مخامخ دي.«

هغه د چهارشنبې په ورځ ويلي وو چې د هندوستان چارواکو توافق کړی دی چې په هندوستان کې د بند پاتې شوو افغانانو د انتقال له پاره به د کام اير هوايي شرکت ته د پرواز اجازه ورکړي: «په پام کې ده چې د کام اير شرکت به د مارچ له ۲۶مې، د اپريل تر دريمې پورې بند پاتې شوي افغانان، افغانستان ته انتقال کړي.»

د افغان سفارت په وينا، يوازې هغه افغانان چې په ډيلي کې بند پاتې دي کولای شي بيرته افغانستان ته ولاړ شي. پر دغو افغانانو علاوه ډير شمير افغان محصلين هم په هند کې له ستونزو سره مخا دي.

په هند کې د افغان مهاجرو وضعيت

د هندوستان لومړي وزير وړمه شپه د کرونا ويروس د خپريد د مخنيوي په موخه، ۲۱ ورځنی عمومي قرنطين اعلان کړ.

په دغه هيواد کې د افغانستان سفارت وايي چې له دغه اعلان سره به افغان مهاجر هم له ډيرو مالي ستونزو سره مخامخ شي.

پرون چهارشنبه په هندوستان کې د ټولو افغان مهاجرو دوکانونه او نانوایانې بندې وې.