1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په زرونو ايټالويانو د مهاجرت فرمان پر ضد مظاهرې وکړې

۱۳۹۷ آبان ۲۰, یکشنبه

د ايټاليا سنا د مهاجرت يو داسې فرمان تصويب کړی چې په کې مهاجرو له پاره لا سخت قوانين ټاکل شوي دي. که څه هم د ايټاليا ولسي جرګې تر اوسه له دغه فرمان سره توافق نه دی کړی خو ګڼ شمير ايټالويانو يې پر وړاندې اعتراضونه کړې دي.

https://p.dw.com/p/3839G
Italien | Demonstranten fordern Strecke nach Lyon in Turin
انځور: picture alliance / picture-alliance/dpa/NurPhoto/M. Ujetto

د ايټاليا په پلازمينه روم ښار کې په زرونو خلک واټونو ته راوتلي تر څو د حکومت د مهاجرت سياست پر ضد مظاهرې وکړي. ښي اړخو او د توکم پرستۍ مخالفانو، پر واټونو له ځانه سره داسې پلاکاټونه ليږدول چې ورباندې «د تورپوستانو ژوند مهم دی» او «ښه راغلاست د ټولو له پاره»، شعارونه ليکل شوي ول.

د مظاهرو د تنظيمونکو په وينا، په دغو مظاهرو کې د ګډون په موخه، د ايټاليا د شاوخوا ۵۰ ښارونو څخه خلک روم ته راغلي تر څو د مهاجرت قانون د لا اسختيدو پر ضد اعتراضونه وکړي.

د ايټاليا سنا يا مشرانو جرګې د پنجشنبې په ورځ د کورنيو چارو د وزير ماتيو سالويني يو فرمان تصويب کړ کوم چې د مهاجرو اخراج اسان او د قبولۍ له پاره بشري دلايل عملاً حذفوي.

حکومت دغه راز غواړي د نوو قوانينو په رڼا کې، د پناه غوښتونکو د ويش او د هغو د هستوګنځايونو چارې له سره تنظيم کړي. په دې اساس بايد ډیری پناه غوښتونکي د مهاجرو د اوسیدو په لويو مرکزونو کې ځای پر ځای کړل شي.

د اخراج په موخه په څيړنو کې چټکتيا

په دغه فرمان کې د امنيتي مسايلو اړوند مواردو کې دا هم په نظر کې نيول شوي چې د برقي شارت ورکونکو تومانچو استفاده دې ډيره او د مهاجرو له شتونه د هستوګنځايونو د تخلیه کولو چارې دې لا اسانه کړل شي.  

Italien | Tausende demonstrieren in Rom gegen Migrationspolitik der Regierung
د ايټاليا د شاوخوا ۵۰ ښارونو څخه خلک روم ته راغلي تر څو د مهاجرت قانون د لا اسختيدو پر ضد اعتراضونه وکړي.انځور: Getty Images/Awakening/S. Padovani

سربيره پر دې، هغه پناه غوښتونکي چې «خطرناک» ارزول کيږي بايد د ېوې چټکې څيړنې وروسته له ايټاليا څخه اخراج شي. همدا ډول هغه پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنې د څيړنې په موده کې د درانه جرم مرتکب ګرځي هم په چټکۍ اخراج کړل شي.

د ايټاليا ائتلافي حکومت چې د مهاجرو ضد ګوند او د پنځو ستورو عوامپاله خوځښت څخه جوړ دی، په پارلمان کې يو غوڅ اکثريت لري چې دې سره به ښايي د دغه قانون د تصويب له پاره وروستی خنډ هم له مخې لرې شي.

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ په دې اړه خپله انديښنه ښکاره کړې او ويلي يې دي چې دغه قانون نه شي کولای د انسانانو له پاره «مناسب تضمينونه» وړاندې کړي، په ځانګړې توګه د شکنجو او جنسي تاوتريخوالو قربانيانو او هغو انسانانو له پاره چې حفاظت ته اړتيا لري.

 د عيسی د خدماتو د ټولنې په نوم دفتر يا یسوعيان هم دغه فرمان يو غير موثر او د مهاجرت د پيچلې موضوع له پاره نامناسب ګڼلی دی. په روم کې د دغې ټولنې کارپوه نترو ستالي وويل چې دغه تدابير د سياسي کمزورتيا ښکارندويي کوي کوم چې د عاجلو ارزونو په نتيجه کې جوړ شوي دي. 

هغه زیاته کړه چې په دغه فرمان کې د مهاجرت موضوع  ته، «په يو خطرناک پوښښ کې» د امنيت له موضوع او نورو بشپړو متفاوتو حقوقي مسائلو؛ لکه: ادغام، تابعيت او د کار بازار ته د لارموندنو سره تړاو ورکړل شوی دی.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: