1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو اخراج د اسنادو د نه شتون له کبله ځنډیږي

۱۳۹۷ فروردین ۶, دوشنبه

په آلمان کې زیاتره مهال رد شویو مهاجر ته د دلدونګ سند ورکول کيږي، ځکه چې دوی د خپل اصلي هيواد سفري اسناد نه لري. په تير میلادي کال کې دغه شمير له ۷۰ سلنې څخه لوړ شوی.

https://p.dw.com/p/2uytj
Deutschland - Familiennachzug von Flüchtlingen: Familie sitzt vor Asylwohnheim
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul

د رد شوو پناه غوښتونکو او مهاجرو شمیر چې په آلمان کې د اقامت حق نه لري، په تیر میلادي کال کې له دې کبله ډیر لوړ شوی دی چې د خپل اصلي هیواد سفري اسناد نه لري. د فونکه رسنیز ګروپ، ورځپاڼو د آلمان د کورنیو چارو وزارت د یوه داخلي له رپوټ له مخې لیکلي دي چې په ۲۰۱۷م کال کې په ټوله کې ۶۴۹۱۴ بهرنیانو ته د دولدونګ یا په اصطلاح د زغمل کیدو سند ورکړل شوی، ځکه چې هغوی د خپل هیواد سفري یا د پاسپورت بدیل اسناد نه درلودل.

دا په داسې حال کې چې د ۲۰۱۶ کال په پای کې دغه شمیر ۳۸۰۱۲ کسانو ته رسیده. دا په دې مانا چې په یو کال کې يې شمیر ۷۱ سلنه لوړ شوی دی.

فونکه رسینز ګروپ، د نوموړي داخلي رپوټ له قوله لیکلي دي: «پر وتلو د مکلفو کسانو شمیر چې د هغوی دولدونګ د اسنادو د نه شتون پر اساس دی، د تیر کال په جریان کې په دوامداره توګه لوړی شوی دی.» زیاته شوې ده چې رپوټ ښيي د آلماني ادارو او په آلمان کې د رد شوو پناه غوښتونکو د اړونده سفارتونو تر منځ د پاسپورت د بدیل اسناد د برابرولو له پاره ګډه همکاري هیڅ ښه پر مخ نه ځي. تر ټولو زیات د هندي او پاکستاني اتباعو د قضیو په برخه کې آلماني چارواکي له اخراج څخه ډډه کړي.

د کورنیو چارو وزارت په دغه رپوټ کې د هند په هکله ویل شوي دي چې په ځینو مواردو کې له سفارت سره د منظمو کتنو سربیره هم د پاسپورت د بدیل سند غوښتنې ته ډیره کراره یا اصلا رسیدګي نه کیږي.

د پاکستان په هکله بیا ویل شوي دي چې د پاسپورت د بدیل سند جوړول جریان لري، خو ډیر په کراره. همداشان د لبنان په هکله لیکل شوي دي: «ډیر په ندرت سره زموږ غوښتنو ته غبرګون ښوول کیږي. له سفارت سره اړیکه ډیره خرابه ده.» په دغه رپوټ کې د ترکیې سره د ګډ کار په هکله لیکل شوي دي چې د ټول آلمان په کچه خراب پر مخ ځي او په ځینو مواردو کې بیا ډیر خراب دی.

فونکه رسینز ګروپ په رپوټ کې راغلي دي چې د دغو دلایلو له کبله په تیر میلادي کال کې آلمان د هند ۵۷۴۳ تنه، د پاکستان ۴۹۴۳ تنه، د افغانستان ۳۹۱۵ تنه او د روسیې ۳۸۲۸ تنو ته د دولدونګ سند ورکړی دی. آلماني چارواکو ته کابو د ۳۸۰۰ کسان هویت معلوم نه دی.

د آلمان د پناه غوښتونکو او کډوالو چارو فدرالي د معلوماتو له مخې په تير کال میلادي کال کې شا او خوا ۲۶ زره مهاجر له آلمان څخه اخراج شوي دي.