1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سختو شرايطو کي امريکا ته د ميرکل سفر

مسعود جهش/ گيرو۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۱, پنجشنبه

د آلمان صدراعظمي انگلا میرکل، امریکا متحده ایالاتو ته سفر کړی دی. امریکا ته د میرکل دغه سفر په اصل کې یوه بېړنۍ بڼه لري. د دې سفر د بحث اصلي موضوع به د اوکراین کړکیچ وي.

https://p.dw.com/p/1Bs5o
انځور: picture-alliance/dpa

تر دې دمخه میرکل امریکا متحده ایالاتو ته لا په زړه پوري سفرونه لرل د بلگې به توگه د امریکا کانگرس ته د وينا کولو او یا هم د «آزادي مډال» ترلاسه کولو له پاره واشنگټن ته د هغې سفرونه تر دغه سفر په ډیر ښو شرایطو کې ترسره شوي ول.

خو دا ځل میرکل د کړکیچ په منځ کې امریکا ته سفر کوي او له خپل داسې دوست سره ویني چې په اصطیلاح بیگانه شوی دی. د امریکا د کورني امنیت ادارې د څارنیزو پروگرامونو تر رسوا کیدو وروسته، اوس د اوکراین کړکیچ د دې اړتیا رامنځ ته کړې ده چې برلین او واشنگټن ډېر نژدې کار سره وکړي.

په واشنگټن کې د هیریتیج له څېړنیز بنسټ څخه نیل کاردینر، په دې باور دی چې د اوکراین کړکیچ یو ځل بیا د دې گواښ رامنځ ته کړی دی چې د برلین او واشنگټن تر منځ واټن ډیر کړي. هغه زیاتوي:

«آلمان او یو شمیر نور اروپایي هیوادونه د روسیې پر وړاندي له دلجویانه سیاست څخه کار اخلي. د دې کار خاص لامل د انرژي په برخه کې روسیې ته د دغو هیوادونو اړتیا ده. له روسیې سره د برخورد په برخه کې د برلین او واشنگټن د دریځونو تر منځ ډیر توپير موجود دی. پر ولسمشر اوباما باندې داسې فشارونه په ډیریدو دي چې هغه دي د روسیې پر ضد خپل دریځ لا شدید کړي. آلمانیان ښايي په دې برخه کې همکارۍ وځنډوي. زما په اند د اوکراین موضوع دومره حساسه شوې ده چې کولای شي المان او امریکا یو له بله لا ډېر لیري کي.»

د «جرمن مارشال» بنسټ نوی مشر کارین دونفرید، بیا د دې مخالف نظر لري. د هغه په اند تر اوسه پوري د آلمان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ همغږي په ښه ډول پر مخ تللې ده. دغه کارپوه وایي چې که څه هم اروپایان له روسیې سره ښې اقتصادي اړیکې لري، خو بیا هم غواړي دغه هیواد تر فشارونو لاندي راولي.

دونفرید زیاتوي: «زه د آلمان او امریکا اړیکې بیخي بل ډول وینم. زه فکر کوم چې دغه اړیکې ډیري قوي دي او تیر کال هم قوي پاته شوي دي. دا طبیعي خبره ده چې دغه اړیکي متفاوت اړخونه لري او د NSA شخړه یوه سخته موضوع ده. خو لکه څرنگه چې لیدل کیږي موږ د نورو مسایلو لکه اوکراین، سوریه او ایران په اړه سره ډیر نزدې همکاري لرو.»

کارین دونفرید تر څو اوونیو مخکې د بارک اوباما مشاور وو. هغه په ډیر ډاډ سره وایي: «زما په نظر دغه پيوستون د پوتین له پاره هم ډیر ارزښت لري.»

واشنگټن ته د سفر پرمهال د اوکراین کړکیج د بحث تر ټولو مهمه موضوع ده. میرکل به له ولسمشر اوباما سره وویني چې اوس په خپل هیواد کې تر سختو فشارونو لاندی دی، څو د روسیې پر وړاندې خپل موقف لا پسې شدید کړي. دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر اوباما د ادارې یو شمیر غړي نیوکه کوي چې اروپا پر روسیې باندي د فشارونو له ډیرولو سره زیاته لیوالتیا نه لري.