په سربستان کي د ولسمشرۍ او پارلمان ټاکنې تر سره کيږي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۷, یکشنبهاعلان
د صربستان په هيواد کي نن د ولسمشر او د پارلمان ټاکني تر سره کيږي. د ولسمشرۍ له پاره ۱۲سياستوالو ځانونه کانديد کړي دي. د احصائيو له مخي ښايي د صربستان د ډيموکراټيک گوند غړی او اوسنی ولسمشر بوريس تاديج او د روسيې پلوه ملتپال گوند کانديد توميسلاف نيکوليچ زیاتي رايي وگټي. خو ښايي په دغو کانديدانو کي يو هم په لومړي پړاو کي اړين اکثريت ونه گټي او ښايي دغه پرېکړه د ولسمشرۍ د ټاکنو په دوهم پړاو کي وسي، چي د می پر شلمه نېټه پلان سوي دي. د پارلماني ټاکنو په هکله تر سره سوي احصايي ښيي چي د اوسني ولسمشر تاديج لوېديځ پلوه گوند ښايي د پارلمان له ۲۵۰چوکيو څخه زياتي چوکۍ وگټي او ښايي د کوچني گوندونو په مرسته بيا خپل حکومت جوړ کړلای سي.