1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سريلانکا کي په اخ و ډب کې يو مسلمان وژل شوی

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۴, سه‌شنبه

په سريلانکا کې پر گرځبندیز سربيره يوه ډله پاريدلو يو مسلمان وژلی او مسجدونو او دوکانونو ته یې زيان رسولی دی. حکومت پر ټولنیزو رسنيو هم تر هغه وروسته بندیز لگولی چې د فيسبوک د يوه پوست له وجې جنجال رامنځته شو.

https://p.dw.com/p/3ISzh
Sri Lanka - Ein muslimischer Mann in der Abbraar Masjid-Moschee nach einem Mob-Angriff in Kiniyama
انځور: Reuters/D. Liyanawatte

د سريلانکا چارواکو د سه شبنې په ورځ  په ټول هيواد کې تر مذهبي انگیزه لرونکي اخ و ډب وروسته پر تگ راتگ بندیز لغوه کړی، خو پريکړه یې کړې ده چې په شمال لويديځ ايالت (NWP) کې به چېرته چې د شپې يو مسلمان د يو ډله پاريدلو کسانو له خوا وژل شوی دی، دغه مقررات پر ځای پاته وي.

دغه ۴۵ کلن سړي چې په چړو وهل شوی وو، روغتون ته تر رسیدو لږ وروسته ساه ورکړې ده.

د ځايي پوليسو يوه مشر د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «پاريدلو دغه سړی خپل د ترکاڼۍ په دوکان کې په تيرو چړو وهلی وو.» هغه زياته کړه: «دا د اخ و ډب له پېليدو راهيسې لومړۍ وژنه ده.»

د پوليسو په يوه اعلاميه کې راغلې دي چې يوه کاتوليکي ملا د خپلې کليسا غړيو ته د احتمالي بريدونو په اړه يو پېغام استولی وو چې دا په ځينو حساسو سيمو کې د وارخطايی باعث شو. خو په زور زياتيو کې ښکيل زياتره یې ظاهراً بودايي مذهبه دي.

امنيتي ځواکونو د اخ و ډب په دويمه ورځ د دغه ايالت په يو شمیر سيمو کې په روززياتي کې پر ښکيلو کسانو اوښکې بهونکی گاز وپاشه. په دغه سيمو کې يو شمير مسجدونو او د مسلمانانو نورو ودانيو ته زيان رسيدلی دی.

Sri Lanka, Colombo: Verschärfte Sicherheitsvorkehrungen nach Unruhen
په پلازمينه کولمبو کې هم سخت امنيتي تدابير نيول شوي ديانځور: Getty Images/AFP/L. Wanniarachchi

پر ټولنیزو رسنيو بندیز

حکومت د يکشنبې په ورځ په ډېرو ښارونو کې تر ورته بريدونو وروسته د  ټولنیزو رسنيو پر شبکو او پېغام ليږدونکو اپليکيشنو موقتي بندیز لگولی دی.

لومړي وزير رانيل ويکرم سنگه د زورزياتي پيښې غندلي دي او پر خلکو یې غږ کړی دی چې گونگوسو ته دي غوږ نه نيسي.

تر بريدونو وروسته ترنگلتياوې

د رپوټونو له مخې د عيسويانو په اکثريت ميشه سيمه چيلاو کې خلکو پر مسجدونو د ډبرو گوزارونه کړي دي او يو سړی تر هغه وروسته وهل ټکول شوی چې يوه دوکاندار پر فيسبوک ليکلي ول : «ډېر مه خانده چې يوه ورځ به ته وژاړې.» دا پوست د عيسويانو له خوا د يوه نوي بريد د گواښ په توگه انگيرل شوی وو.

په سريلانکا کې د اپريل مياشتې تر خونړيو بريدونو وروسته چې ۲۵۰ کسان پکښې ووژل شول، د اضطراري حالت قوانين نافذ دي. امنيتي ځواکونو په دې بريدونو کې د لاس درلودو په تور چې پړه یې داعش ډلې منلې وه، ډېر کسان نيولي دي.

د سريلانکا له ۲۲ ميليونه نفوس څخه لس سلنه مسلمانان دي په داسې حال کې چې د نفوس کابو ۷،۵ فيصده عيسويان جوړوي. د سريلانکا اکثريت وگړي بودايان دي.

B.S/ N.Z (dpa, Reuters, AFP)