1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سرپل کې د ولایتي شورا یو نوماند برمته شو

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۱۱, دوشنبه

افغان چارواکو ویلي چې وسله والو کسانو د افغانستان په شمال کې د ولایتي شورا یو کانديد او له هغه سره اووه تنه نور مل کسان برمته کړي دي. په افغانستان کې د اپریل میاشتې پر پنځمه نېټه د ولسمشر او ولايتي شوراگانو ټاکنې کیږي.

https://p.dw.com/p/1BYnc
انځور: DW

د سرپل والي عبدالجبار حقبین، د دوشنبې په ورځ وویل چې په دې ولایت کې د ولایتي شورا له پاره کانديد حسین نظري، او د هغه اووه تنه ملگري د شپې له خوا د وسله والو کسانو له خوا برمته شوي دي.

دغه کانديد او ملگرو یې په یوه تکسي موټر کې د سرپل ولایت مرکز ته سفر کاوه او امنیتي ساتونکې یې نه لرل. د سرپل ولایت والي ویلي دي چې اوس سیمه ییز مشران له وسله والو کسانو سره په خبرو اترو بوخت دي ترڅو نظري او ملگري یې د هغوی له بند څخه آزاد شي.

والي روښانه کړې ده چې د ولایت شورا دغه کانديد د طالبانو له خوا برمته شوی دی. دغې ډلې گواښ کړی دی چې رارواني ټاکني به له ستونزو سره مخامخ کړي.

پلان شوې ده چې په افغانستان کې د اپریل میاشتې پر پنځمه نیټه ولسمشریزي او د ولایتي شوراگانو ټاکني تر سره شي. دا به د دې هیواد په تاریخ کې لومړی وار وي چې یو ټاکل شوی ولسمشر له دیموکراتیکي لاري واک یوه بل ټاکل شوي ولسمشر ته لیږدوي.

طالبانو په وروستیو ورځو کې پر کابل باندي خپل بریدونه متمرکز کړي دي. کارپوهان وایي چې دغه ډله غواړي د بریدونو له ترسره کولو سره د خلکو په زړونو کې ډار پیدا کړي او په دې ترتیب سره رارواني ټاکنې له ستونزو سره مخامخ کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب