1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سعودي عربستان کي پر سينما بنديز ليري سو

۱۳۹۶ آذر ۲۱, سه‌شنبه

په سعودي عربستان کي له ۳۵ کلونو راهيسي سينما بنده وه. خو اوس اميد دی چي د عربستان د وليعهد محمد بن سلمان په اصلاحاتو کي د سينما دروازې هم خلاصي سي.

https://p.dw.com/p/2pBOb
Saudi-Arabien Riad Kurzfilmfestival
انځور: Getty Images/AFPF. Nureldine

د۱۹۸۰مي لسيزي په لومړيو کي د سعودي عربستان چارواکو په دغه هيواد کي د فيلمونو ننداره منع اعلان کړه. هغه مهال د دغه هيواد روحانيونو د فيلمونو ښوول ديني مقدساتو ته توهين باله او اوس هم ډير دغه شان کسان سته.

اوس پتېيل سوې ده چي په ۲۰۱۸م کال کي په سعودي عربستان کي سينما په تدريج سره پرانيستله سي. ټاکل سوې ده چي تر۲۰۳۰م کاله پوري به په دغه هيواد کي د سينماوو شمېر ۳۰۰ ته ورسيږي.

البته په تيرو وختونو کي په سعودي کي د فيلمونو نندارې وې، خو دغه نندارې په خصوصي سالونونو کي کېدلې.

د عربستان د فيلمونو اداکار فکيح وايي چي «که په سعودي کي پيسې ولرې، کولای سي په خپل کور کي د تياتر سالون جوړ کړې.» هغه زياته کړه چي د سعودي وگړي کولای سي د فيلم د ليدو له پاره سفارتونو ته ورسي. هغه وايي: «په دغه هيواد کي ټول کارونه د تړلولو دروازو تر شا په پټه کيږي.»

د سعودي قوانين ډير سخت او تبعيضي دي. د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان اعلان کړی دی چي تر ۲۰۳۰م کاله پوري د اصلاحاتو په پروسه کي په دغو قوانيونو کي اصلاحات راولي او د دغه هيواد وگړو ته به چي په سلو کي ۷۰ سلنه ئې تر ۳۰ کلنۍ کښته دي، ډيري آزادۍ ورکړي.

د ۲۰۱۸م کال په نيمايي کي به په دغه هيواد کي ښځي حق ولري چي موټر وچلوي. ښځو شکايت کاوه چي دوی بې موټروانه کولای نه سي له کوره ووځي او دغه مسئله د کار موندلو په برخه هم ښځو ته سخت خنډ وو.

د سعودي عربستان ښځو ته دغه راز له څو مياشتو راهيسي اجازه ورکړل سوې ده چي له نارينه وو او کورنيو له غړو سره يو ځای د لوبو نندارې ته لوبغالو ته ولاړي سي.

د ۲۰۱۷م کال په جولای مياشت کي د سعودي د ښووني او روزني وزار ت نجونو ته اجازه ورکړه چي د دولتي ښوونځيو د ورزش په ساعتونو کي برخه واخلي.

AG(N.Z(

زموږ له ارشيف څخه: