1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سعودي عربستان کې د فلمونو فیستیوال

۱۳۹۳ اسفند ۱, جمعه

د جمعې په ورځ په سعودي عربستان کې د «طلائې خورما ونې» په نامه د فلمونو یو پنځه ورځنی فیستیوال پيل شو. دا په تیرو اوو کلونو کې دویم ځل دی چې سعودي عربستان د فلمونو فیستیوال په لاره اچوي.

https://p.dw.com/p/1Ef82
انځور: F.Nureldine/AFP/GettyImages

په سعودي عربستان کې د فبروري میاشتې پر شلمه نیټه د فلمونو یو فیستیول پیل شو. په داسې یوه هیواد کې چې پر سنیما باندې بندیز لگول شوی دی د اوو کلونو په موده کې دا دویم فیستیوال دی چې ترسره کیږي. په دغه هیواد کې د فلمونو تیر فیستیوال په ۲۰۰۸ کال جوړ شوې وو.

په دغه فیستیوال کې ۶۰ لنډ فیلمونه د« گولډن پام ټري» یا د خورما طلائې ونې د چایزې گټلو له پاره سیالي کوي. د فیستیوال جوړونکی احمد الملا، وایې چې دغه جایزه به د تر ټولو ښې ډرامې تر ټولو ښه مستند فلم او د محصلینو د تر ټولو ښه فلم په برخو کې ورکړل شي.

په سعودي عربستان کې یو سخت دریځه اسلامي حکومت واکمن دی، له همدې امله په دغه هیواد کې د سینما ودې ته ډیر پام نه کیږي.

د دغه فیستیوال د په لاره اچونکو په خبره دوی هیلمن دي چې دغه پنځه ورځنې فیستیوال به په سعودي عربستان کې د سنیما په شان نورو تفریحي پروگرامونو ته لاره هواره کړي. بل لور ته په دغه هیواد کې مذهبي ډلې په دې نظر دي چې د سنیما جوړیدل به د دغه هیواد ولس د لویدیځ پر لور ترغیب کړي او پر اخلاق باندې به یې ناوړه اغیزه وکړي.

د دغه فیستیوال د ژري هیات مشر او فلم جوړونکی عبدالله الایاف، وایې: «زما په اند دلته په سعودي عربستان کې یو ډیر ښه کلتور موجود دی چې هغه باید تر خلکو پوری ورسول شي.»

نوموړي زیاته کړه: «موږ ولې په دې تمه پاتی شو چې یو یا بل هیواد دی زموږ د هیواد په هکله کیسې بیان کړي».

د دې فیستیوال د جوړوونکي په خبره نندارې ته د وړاندې کیدونکو اکثره فلمونو جوړونکي له ۲۵ کلونو څخه کم عمر لري. د الملا په خبره د دوی دا کار به ځوان فلم جوړونکي نور هم وهڅوي چې لا زیات ښه فلمونه او ډرامې جوړې کړي.

په دغه فیستوال کې چې د تیرې جمعې په ورځ پيل شوې دی د فلمونو نندارې ته وړاندی کولو سربیره ورکشاپونه هم په پام کې نیول شوي دي. د دغو ورکشاپونو په ترڅ کې د فلم د کیسې لیکلو، موسیقي او جوړولو په څیر موضوعاتو په هکله د فلمي نړۍ له مشهورو سیمه ییزو شخصیتونو سره په مستقیم ډول د خبرو اترو زمینه مساعده شوې ده.

احمد الملا وایې چې په دې فیستیلوال کې د سیالې له پاره ۱۲۰ فلیمونه ترلاسه شوې ول چې له ډلې څخه یې ۶۶ په معیارونو برابر ول.