1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سعودي عربستان کې لومړي سینما پرانیستل کیږي

۱۳۹۷ فروردین ۱۶, پنجشنبه

سعودي عربستان هڅه کوي چې د خپل ځوان نسل له پاره د ساتیري امکانات برابر کړي. له همدې کبله دې هیواد پتېيلې ده چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې ۳۵۰ سینماګانې جوړې کړي.

https://p.dw.com/p/2vWZZ
Saudi-Arabien Riad Kurzfilmfestival
انځور: Getty Images/AFPF. Nureldine

د سعودي عربستان د نړیوالو اړیکو مرکز د چهارشنبې په ورځ وویل چې په دې هیواد کې به په تيرو ۳۵ کلونو کې په لومړي ځل په روانه میاشت کې یوه سینما پرانیستل شي. د سینما امریکایي شرکت AMC په یوه بیانیه کې ویلي دي چې غواړي د اپریل میاشتې پر ۱۸مه نیټه په ریاض کې سینما پرانیزي.

د سعودي عربستان د کلتور او معلوماتو وزیر عواد العواد ویلي دي: «د سعودي مارکیت ډیر لوی دی چې ډیر اوسیدونکي یې ۳۰ کلنۍ ته لا نه دي رسېدلي. دوی غواړي چې خپل د خوښې فلمونه په خپل هیواد کې وویني.»

سعودي عربستان د تیرکال په دسمبر میاشت کې اعلان وکړ چې پر سینماګانو خپل ۳۵ کلن بندیز لیري کوي. ولیعهد محمد بن سلمان غواړي په خپل هیواد کې یو څه آزادي رامنځ ته کړي او له دې طریقه نړیوالو ته د «منځلاري اسلام» انځور وړاندې کړي.

د هغه د هڅو یوه برخه هم د فلمونو او نورو هنري فعالیتونو له پاره د چانسونو رامنځ ته کول دي چې په ځینو مواردو کې د سعودي عربستان د محافظه کاره چارواکو له نظرونو سره په ټکر کې دي.

هغه همداراز د سپورت په برخه کې هم ځینې آزادۍ رامنځ ته کړي دي او د لومړي ځل له پاره یې په سعودي عربستان کې د ښځو له پاره د موټر چلولو اجازه ورکړه.

تمه کیږي چې د AMC شرکت به په راتلونکو پنځو کلونو کې د سعودي عربستان په ۱۵ ښارونو کې د۳۰ او ۴۰ تر منځ سینماګانې جوړې کړي. دا په داسې حال کې ده چې پخپله سعودي عربستان غواړي چې تر ۲۰۳۰م کال پورې بیا په ټول هیواد کې نزدې ۳۵۰ سینماگاني پرانیزي.