1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سعودي کي پاپ موزيک او سياسي ضمير

۱۳۹۸ تیر ۳۱, دوشنبه

پاپ موسيقي په سعودي عربستان کي زيات مينه وال لري. خو ايا هنرمندان بايد د بشري حقونو د وضعې له کبله له دغه هيواده ليري پاته سي؟

https://p.dw.com/p/3MXC9
Südkorea Band Super Junior
انځور: picture-alliance/dpa/Imaginechina/Stringer

د سويلي کوريا د »سوپر جونيور« په نوم موسيقۍ ډله نه يوازي په خپل هيواد کي ډېر مشهوره ده، بلکي په سعودي عربستان کي هم زيات مينه وال لري. کله چي په سعودي عربستان کي د دغې ډلې د کنسرت اعلان وسو ټول ټکيټان يې د څو دقيقو په جريان کي خرڅ سول.
 

کله چي د موسيقۍ دغه ډله د شاه عبدالله لوبغالي ته راورسېدل نو د احساساتو ډکو ځوانانو ډلو او مينه والو يې تود هرکلی وکړ. دغو ځوان سعوديانو پخوا په خپل هيواد کي د دا ډول کنسرتونو د جوړېدو تصور لا هم نه سوای کولای. راغلو مينه والو په لاس کي شنې څراغي ډنډې نيولي وې او د څپو په شکل يې زنګولې.

د پاپ موسيقۍ ډلې سوپر جونيور هم له هرکلي څخه خوند واخيست او په عربي يې خپلو مينه والو ته ښه راغلاست وايه او ورته ويې ويل: »سلام عليکم« د دې تر څنګ د موسيقۍ دغې ډلې په انګريزي ژبه »موږ له سعودي عربستان سره مينه لرو« شعار هم ورکړ. زياتو راغلو مينه والو د دغه کنسرت ويديوګانې پر خواله رسنيو هم خپرې کړې.
سوپر جونيور لومړۍ نړيواله موسيقي ډله ده چي په سعودي عربستان کي کنسرت ورکوي. تر دې مخکي په جنوري مياشت کي ماريا کېري او ژان پاول په ګډه يو کنسرت ورکړی ؤ. د دې تر څنګ بېلک آيډ پيز، اينريکې اينګلېسياس او ډېويډ ګويېتا ټولو و رياض ته په څېرمه سيمه کي د فورمولا اې سيالۍ په ترڅ کي سندري وويلې. د ډېويډ ګويېتا نومي فرانسوي ډي جې يو آهنګ چي و سعودي پاچا شاه سلمان ته وقف سوی، په ټولنيزو رسنيو کي يې تاوده بحثونه هم راوپارول.

د بحرين د بشري حقونو يوې مدافع مريم الخواجه په تويټر کي پر فرانسوي ډي جې ډېويډ ګويېتا سختي نيوکي وکړې. د هغې په وينا د دغې فعالې يو شمېر همکاران په سعودي عربستان کي نيول سوي او شکنجه سوي دي. د بشري حقونو د نړيوال سازمان برحال رئيس ګېري کاسپاروف هم پر دې خواشينې ښودلې چي هنرمندان د وژونکي رژيم سره تجارت کوي.

بشري حقونه

لږ وخت مخکي نامتو امریکايي ښځينه سندرغاړې نيکي ميناژ په سعودي کي د بشري او مېرمنو د حقونو د وضعې پر استدلال خپل پروګرام لغوه اعلان کړ. په سعودي کي د دغې سندرغاړې پر پلان سوي پروګرام هغه وخت په رسنيو کي سخت بحثونه رامنځ ته سول چي حتی ځينو ديني عالمان پر مسلمانانو ږغ کړی ؤ چي نور دي ثوابي حج ته نه ځي او په دې توګه دي له سعودي عربستان څخه پرېکون وکړي.

د بشري حقونو د بيلو سازمانونو د راپورونو پر اساس سعودي عربستان په نړۍ کي يو له تر ټولو زيات استبدادي هيوادونو څخه دی. په داسي حال کي چي وليعهد محمد بن سلمان هڅې کوي چي دغه هيواد عصري کړي او په نړۍ کي د دغه هيواد انځور بهتر کړي، خو په دغه هيواد کي په سياسي توګه د آزادۍ رامنځ ته کولو په لاره کي يې اقدامات نه دي کړي.

د ژورناليست جمال قاشوقچي وژنې هم نړۍ ته وښودل چي سعودي د خپلو منتقدينو په وړاندي څه ډول اقدامات کولای سي. تر دغه قتل وروسته د امریکا د متحده ايالاتو سنا يو پرېکړه ليک خپور کړ چي پکښي د دغه قتل په تړاو د وليعهد له ښکېلتيا څخه خبره سوې وه.

د ږغ پورته کولو یو چانس؟

ايا د بشري حقونه وضعه د هنرمندانو له پاره يو دليل کيدلای سي چي له سعودي عربستان څخه پرېکون وکړي؟ او که هنرمندان او ستوري له رامنځ ته سوې موقع څخه ګته واخلي او د استبدادي سياسي وضعې د شتون باوجود د کلتوري آزادېدنې په پروسه کي برخه وال سي؟ د دې تر څنګ سعودي ځوانان هم صرف غواړي چي ښه له ساعت تېري څخه ډک وخت ولري.

د آلمانۍ اونيزي »ډېر شپيګل« د بهرنيو چارو خبرياله سوزانه کولبل په دې نظر ده چي هنرمندان او ستوري بايد په دغه هيواد کي د خپل محبوبيت څخه په ګټه اخيستلو سره د بشري حقونو له پاره خپل ږغ پورته کړي.

Saudi-Arabien Sänger Mohammad Abdu Konzert Dschidda
په کنسرتونو کي هم د پاچا د کورنۍ انځورونه ښودل کيږي.انځور: Getty Images/AFP/A. Hilabi

دغې خبريالي په جده کي په هغه کنسرت کي برخه اخيستې وه چي د دغه هيواد په تاريخ کي تر ټولو لومړی کنسرت ؤ. د دغې خبريالې په وينا د کنسرت پر وخت به زيات وختونه د وليعهد محمد بن سلمان انځورونه او ويډيوګانې ښودلې کېدلې. د کولبل په وينا دغه پاچهي غواړي چي په دا ډول اقداماتو سره ځان ښه وښيي. د هغې په وينا د دې تر څنګ دغه رژيم هڅه کوي چي له دې لاري د خپل ولس توجه د دغه رژيم له استبدادي اړخ څخه واړوي.

خو داسي برېښي چي سعودي عربستان په خپله پاليسۍ کي بريالی دی. په عين حال کي د سويلي کوريا يوه بله مشهوره موسيقي ډله سعودي عربستان ته د کنسرت له پاره دعوت سوې ده.

نرمين اسمعيل / ا.و.ا.