1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سعودي کي په اول وار ښځو ته د رايي ورکول حق ورکړل سوی

۱۳۹۴ شهریور ۹, دوشنبه

د سعودي عربستان په سیاسي برخه کي ښځي هيڅ برخه نه لري. دوی حتی اجازه نه لري چي موټر وچلوي. اوس دوی په لومړي وار اجازه لري ځانونه کانديد کړي او رايي ورکړي. دا پريکړه د دغه هيواد د پاچا ملک عبدالله په ژوند کي سوې وه.

https://p.dw.com/p/1GOHv
انځور: picture-alliance/dpa

په سعودي عربستان کي د يکشنبې په ورځ د ښاروالۍ انتخاباتو ته د ځان کانديدولو د نوم لیکني بهير پيل سو. انتخابات به د روان کال د ډسمبر مياشتي پر ۱۲ نېټه وي.

دا لومړی وار دئ چي په سعودي عربستان کي ښځي اجازه لري چي انتخاباتو ته ځانونه کانديد کړي. او دا هم لومړی وار دی چي دوی ته د رايو ورکولو اجازه ورکول کيږي.

د سعودي عربستان پاچا ملک عبدالله چي سږکال په پسرلي کي مړ سو، څلور کاله دمخه ئې ژمنه کړې وه چي «د سعودي په ټولنه کي به پر ښځو باندي فشار له منځه ولاړ سي.»

د عبدالله ځای ناستی سلمان د ښځو د رايو د حق ملاتړ کوي

د سعودي عربستان په محافظه پاله ټولنه کي پر دې کار باندي سختي نيوکي سوي دي. دوی وايي دا «د نارينه وو او ښځو سره گډول دي» او «بد اخلاقي» ده. خو د پاچا عبدالله ځای ناستی سلمان په انتخاباتو کي د ښځو د گډون ملاتړ کوي.

عبدالله نژدې دوه کاله دمخه د سلا مشوري ۱۵۰ کسيزي شورا ته شاوخوا ۳۰ ښځي راوبللې.

د سعودي عربستان د رسنيو د راپورونو له مخي په پام کي ده چي په ټول دغه هيواد کي به شاوخوا ۷۰ تنې ښځي ځانونه کانديد کړي.

د ښځو او نارينه وو د انځورنو پلاکاتونو منع دي. د انتخاباتو په ورځ به د ښځو او نارينه وو د رايه ورکولو مرکزونه سره جلا وي.