1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په سعودي کې له بنګله دېشۍ مېرمنو سره ناوړه چلن کيږي»

۱۳۹۷ شهریور ۱۹, دوشنبه

په سعودي عربستان کې په کورونو کې کارکوونکو په سونو بنګله دیشۍ مېرمنو پر خپلو کار فرمایانو د فزیکي، رواني او جنسي اړيکو تور پورې کړی دی. دویچه ویله له ځینو دغو میرمنو سره خبري کړي دي.

https://p.dw.com/p/34cB2
Indien Pakistan Symbolbild Vergewaltigung
انځور: Getty Images/AFP/M. Sharma

۲۵ کلنه شیفالي بیګم، چې په سعودي عربستان کې یې په یوه کور کې کار کاوه د خپل کارفرما له لوري د ناوړه چلن په هکله دویچه ویله ته وویل: «کله چې زه خپل هیواد ته راستنه شوم، باید شل ورځي په روغتون کې بستر شوې وای. آن زه ګرځیدای نه شوای.»

شیفالي بیګم له هغو څو زرونو کارکوونکو څخه ده چې په وروستیو کلونو کې د لوړ معاش او ښه ژوندانه په موخه د منځني ختیځ هیوادونو ته تللې وه.

هغه ادعا کوي چې خپل کارفرما ورسره ناوړه چلن کاوه او کله چې به یي د ډوډۍ غوښتنه وکړه نو وهله به یي: «هغوی زه په سیمانو او ډنډو وهلم. زما پر پنډیو اوس هم د تشدد نښانې شته.»

شیفالي بیګم د مرکزي بنګله دیش د مانیک ګنج ولسوالۍ د یوه کوچني کلي اوسیدونکې ده. سعودي عربستان ته د هغې تګ د یوه منځګړي په توګه ترتیب شوی وو. دغه هیواد ته تر رسیدو وروسته ډیر ژر، هغې د ښه ژوند هیله له لاسه ورکړه. د هغې په خبره یوازې درې میاشتې يي د خپل کار فرما تشدد وزغمه او د بیرته راتګ پریکړه یې وکړه.

هغې وویل: «د کومې ایجنسۍ په واسطه چې زه په کار ګومارل شوي یم او زما بیرته راتګ یې ترتیب کړ، یوه ورځ تر مخه زما کار فرما پر ما سخت تشدد وکړ. د کور د خاوند لور زما ګوته راماته کړه. زه ناروغه ووم.»

شیفالي وایي چې هغې کورنۍ چې دې ورسره کار کاوه د ده بشپړه تنخواه هم نه ده ورکړې او ورته ګواښ یې کړی وو «که چیرې د هغوی کړنې افشا کړم نو ژبه به مې پرې کړي او وبه مې وژني. آن هغوی ماته اجازه نه راکوله چې له خپلې کورنۍ سره تلیفوني خبرې وکړم.»

د BRAC، په نوم ان جې او چې د شیفالي په څیر د میرمنو ملاتړ کوي د رپوټ له مخې شیفالي لږ تر لږه د ۶۵۰۰ میرمنو څخه یوه ده چې له ۲۰۱۵م څخه له سعودي عربستانه خپل هیواد ته راګرځیدلې ده. د نوموړې موسسې په خبره له ۱۹۹۱م کال څخه تر ۲۰۰۵م کاله پورې یوازې ۳۲۳۱۷ میرمنې له بنګله دیش څخه سعودي عربستان ته د کار په موخه تللي دي. خو په ۲۰۱۵م کال کې د دواړو هیوادونو تر منځ د یوه تفاهم لیک وروسته په دغه شمیر کې څرګند ډیرښت راغلی دی. زیاته شوې ده چې په تیرو درو نیمو کلونو کې څه د پاسه ۲۱۸ زره میرمنې سعودي عربستان ته د کار په موخه تللي دي.

په BRAC کې د کډوالۍ چارو کارپوه شریف الحسن، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې په سعودي عربستان کې په کورونو کې کارکوونکي بنګله دیشۍ مېرمني له ځينو ستونزو سره مخامخ دي. د هغه په خبره دغه مېرمني د خوړو او معاش پر محرومیت سربیره د فزیکي تشدد او جنسي استثمار سره مخامخ دي.

حسن وویل: «موږ داسې قضیې لرو چې نجونو د خپلو نارینه کارفرمایانو له لوري تر ناوړه جنسي چلن وروسته مېندوارې راستنې شوي دي. ځینې نوري له فزیکي تشدد سره مخامخ شوي دي چې پکښې د لاسونو او د بدن د نورو غړو ماتیدل شامل دي. د میاشتو له پاره د معاش او خوړو د نه ترلاسه کولو په هکله هم رپوټونه شته.»

فعالان وایي چې ځینې دغه ډول نجونې او ښځې په سعودي کې د خپلو کارفرمایانو له لوري له بهرنۍ نړۍ څخه په انزوا کې ساتل کیږي. حسن په دې هکله وایي: «د دغو ښځو زیاتره له بهر سره د اړیکو ټینګولو له پاره ابزار نه لري. له دې حالته د راوتلو یوازینې لاره تیښته او پولیسو ته تسلیمیدل او یا هم له نورو بنګله دیشي کارکوونکو څخه د مرستې غوښتل دي.»

حسن دې ته اشاره کوي چې د هغوی کړاو په دغه مرحله کې هم پای ته نه رسیږي: «ځینې وختونه دغه خلک د منځګړي کس په واسطه په یوه بل کور کې پر دنده ګومارل کیږي. هلته هغوی بیا له تشدد او ناوړه چلن سره مخامخ کیږي، تر هغه وخته چې په ریاض یا جده کې امن کور ته وتیښتي.»

د ښځو د ملاتړ نه تر لاسه کول

په بنګله دیش کې ځایي رسنۍ رپوټ ورکوي چې د دغو سختیو تر تیرولو وروسته هم، حکومت د هغوی [زورېدلو ښځو] ملاتړ نه کوي.

په بهرنیو هیوادونو کې د کارکوونکو د هوساینې د اړونده چارو وزارت معینې نومیتا هالدر، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې دوی د سعودي عربستان له اړونده چارواکو سره په دې هکله څو غونډې کړي، څو دغه موضوع ته رسیدګي وشي: «د سعودي عربستان د قوانینو له مخې زموږ سفارت یا هغه ایجنسۍ چې دغه خلک پر دندو ګوماري، هغو کورونو ته لاس رسی نه لري چې پکښې زموږ [بنګله دیشۍ] مېرمني کار کوي. د هغوی [سعودي عربستان] له اړخه پر دنده ګومارونکي ایجنسۍ دې ته لاس رسی لري. هغوی باید ډیر مسئولیت ته اوږه ورکړي. موږ څو وارې هغوی ته دا خبره کړې ده.»

هغې د دغو ښځو د چلن په برخه کې د ژبې پوهاوې یوه ستونزه وبلله: «اوس موږ سعودي عربستان ته د دغو میرمنو د لیږلو تر مخه ډیر په ژبه او نورو روزنو تمرکز کوو، څو لږه تر لږه دغې میرمنې په سمه توګه اړیکه ټینګه کړای شي.»

خپل هیواد ته تر راستنیدو وروسته هم شیفالي له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ ده. هغه وایي: «زما زوی په سر کې تومور لري او د میړه دوکان د سوځیدو وروسته له نیستۍ سره مخامخ وو. دې کار دې ته وهڅولم چې سعودي عربستان ته ولاړه شم څو د کورنۍ د معیشت له پاره یوه لاره ومومم. خو دا زما د کورنۍ له پاره د یوې غمیزې په توګه پای ته ورسیده.»

زبیر احمد