1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سلو کالو کي د مالي چارو تر ټولو لوی اصلاحات

احمدولي اڅکزی / آژانسونه۱۳۹۳ شهریور ۳۰, یکشنبه

د سپتامبر په ۲۰مه او ۲۱مه نېټه د G20 هيوادونو د مالي چارو د وزيرانو او د ګډکار او پراختيا لپاره د اقتصادي همکارۍ د سازمان OECD استازو غونډه درلوده. په دغه غونډه کي د ماليې څخه د تېښتي په تړاو پر اصلاحاتو تفاهم وسو.

https://p.dw.com/p/1DGUN
انځور: AFP/Getty Images

د OECD او G20 هيوادونو استازو وويل چي د مالي چارو په سياست کي پر ډيرو لويو اصلاحاتو تفاهم ته رسېدلي دي. د دغو اصلاحاتو مقصد به د هغو لارو چارو له منځه وړل وي، چي په مرسته يې لوی نړۍ وال شرکتونه د زياتو ماليو ورکولو څخه ځانونه په قانوني توګه بچوي. د لويو شرکتونو د دغه چلن له کبله هر کال د ماليې وزارتونه په ملياردونو ډالره ماليې له لاسه ورکوي.

د آستراليا په کرنز کي د G20 هيوادونو د مالي چارو وزيرانو او په همدې ډول د OECD استازو پر دې توافق وکړ، چي په ګډه به پر لويو شرکتونو د ماليې څخه د تېښتي لاري بندي کړي. د اصلاحاتو دغه پلان چي په مالي چارو کي د تيرو سلو کالو تر ټولو لوی اصلاحات بلل کيږي، د OECD لخوا وړاندي کړل سو.

د اصلاحاتو ياد پلان ۱۵ ټکي لري چي د OECD عمومي منشي اېنجل ګوريا يې په هکله وويل: « دلته د ماليو د فيصدۍ د سره برابرولو خبره مطرح سوې ده.» هغه زياته کړه چي دلته تقريبا د ۲۰۰۰ ملياردو ډالرو خبره مطرح ده، چي هر کال يې لوی شرکتونه د ماليې څخه سپموي. هغه په داسي لار چي خپله سرمايه او پيسې د يو هيواد څخه بل هيواد ته لېږدوي او به داسو او ورته لارو د هر هيواد د ماليه ورکولو په سيسټم کي د کمزورو نقطو څخه ګټه اخلي.

د ماليه لګولو لپاره د اصلاحاتو د وړانديز يو مهم ټکی دا دی چي صنعتي هيوادونه پر دې توافق وکړي چي شرکتونه چي په هر هيواد کي ګټه کوي، بايد ماليه يې هم په هغه هيواد کي ادا کړي.

د G20 د غونډي کوربه او د آستراليا د مالي چارو وزير جو هاکي وويل: « زموږ حکومت په کلکه توګه اراده کړې ده چي هغه ګټه چي په آستراليا کي په لاس راځي بايد ماليه يې هم په آستراليا کي ورکول سي.»

په پام کي نيول سوې چي د ماليې لګولو په اصولو کي د اصلاحاتو د وړانديزونه دويمه برخه به د يو کال په جريان کي وړاندي کړله سي.