1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډیر شمیر افغان ماشومان سؤ تغدي دي

سید ریاض (حسین سیرت)۱۳۹۳ تیر ۲۴, سه‌شنبه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د څیړنې یوه نتیجه ښيي چې د افغانستان ۴۰،۹ سلنه ماشومان له ناوړه تغذیې سره مخامخ دي. دغه سرویې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې تر سره شوې ده.

https://p.dw.com/p/1CdJ5
انځور: Reuters

د افغانستان د روغتیا وزارت له لوري خپره شوې څیړنه ښيي چې د ۲۰۰۴م کال په پرتله د افغان ماشومانو تر منځ د ناوړه تغذیې په کچه کې ټیټ والی راغلي دی. په دې کال کې ترسره شوې څیړنې ښوولې وه چې د افغان ماشومانو تر منځ دغه کچه ۶۰،۵ سلنه وه.

د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل، د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د جولای ۱۵مه) په کابل کې په یوې خبرې غونډې کې وویل چې په افغانستان کې د سوء تغذیې گواښ له گاونډیو هیوادونو سره یو شان دی: «موږ لږ تر لږه له گاونډیو هیوادونو سره نزدې یو. د بیلگې په توگه په پاکستان کې ۴۳ سلنه ماشومان له ناوړه سوء تغذیې سره مخامخ دي.»

د افغانستان د عامې روغتیا وزیرې په خپلو څرگندونو کې وړاندې وویل چې سوء تغذیه د دې سبب کیږي چې ماشومان په ښوونځیو کې په سختې څه یاد کړي. هغې زیاته کړه چې څیړنو ښوولی ده هغه هیوادونه چې ماشومان پکښې له سوء تغذیې څخه کړیږي، اقتصادي وده یې د هغو هیوادونو په پرتله چې دغه ستونزه نه لري اته سلنه ټیټه ده.

ثریا دلیل، پر دې خبره ټینگار وکړ چې په لومړیو زرو ورځو کې ماشومانو ته مناسب خواړه ورکول ډیر مهم دي: «که چیرې یو ماشوم په لومړنیو زرو ورځو کې په سمه توگه تغذیه نه شي د هغې ناوړه اغیز د ژوندانه تر اخره پاتې کیږي او یو شمیر اغیزې خو یې جبرانیدای هم نه شي.»

د روغیتا وزرات له لوري تر سره شوې سروې دا هم په گوته کړې ده چې په افغانستان کې ۲۴،۶ سلنه ماشومان پر کم وزنۍ اخته دي. همداشان ۹،۵ سلنه ماشومان له شدیدې سوء تغذیې څخه کړيږي. په نوموړې سروې کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې تر ۱۸۰۰۰ زیاتې کورنۍ پوښتل شوي دي او د دغو کورنیو د ماشومانو د ادرار او وینې نمونې په دقیقه توگه معاینه شوي دي. په دغه سروې کې د دغو ټولو کورنیو تر پنځه کلن عمر کښته ماشومان، د لسو او نولس کلونو تر منځ نجونې، له ۱۵ کلونو تر ۴۹ کلونو عمر لرونکي میرمنې او د کورنۍ هغه غړي چې عمر له یې ۴۵ کلنۍ لوړ وو څیړل شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیرې پر دې خبره ټینگار وکړ چې سوء تغذیه د مور او ماشوم د مړینې ۵۰ سلنې برخې باعث گرځي. د هغې په وینا د سوء تغذیې د شمیر د راټیټولو هڅې کولای شي د مور او ماشوم د میړني کچه هم راټیټه کړي.

ثریا دلیل په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «د روغتیا له نظره ۴۵ سلنه یعنې د ماشومتوب د دورې د مړینې کابو نیمایي، د ماشوم د تغذیې له وضعیت سره نزدې اړیکه لري. د ماشومانو د تغذیې په وضعیت کې ښه والی د دې سبب کیږي چې تر پنځه کلنۍ کښته د ماشومانو د مړینې کچې نیمایي برخې ته رسیدگي وشي.»

شدیده سوء تغذیه، ناوړه سوء تغذیه، کم وزن او د تغذیې نور ډولونه په دغه سروې کې مشخص کړای شوي دي. د نوموړې څیړنې له مخې د افغانستان ۲۶ سلنه ماشومان د وینې د کمښت له ناروغۍ او همداشن ۳۰ سلنه ماشومان د آیودین له کمۍ سره مخامخ دي.

د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت د چارواکو په وینا په تیرو لسو کلونو کې د افغان ماشومانو په منځ کې د سویې تغذیې کچه راټیټه شوې ده. د نوموړي وزارت په وینا د مور د شدو په واسطه د ماشوم تغذیه او په دې برخه کې ورکړل شوې پوهاوي، د سوء تغذیې د راکمولو په برخه کې اغیزناکه ثابته شوې ده. دغه څیړنه د افغانستان د روغتیا وزارت او د پاکستان په کراچۍ ښار کې د آغا خان د پوهنتون له لوري تر سره شوې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب