1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سلگونه مهاجر غواړي چې تحصیلي اسناد یې تائید شي

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۰, دوشنبه

آلمان ته په راغلو مهاجرو کې داسې په زرگونه تحصیل یافته وگړي موجود دي چې غواړې اسناد یې ارزیابي او په دې هیواد کې د داکتر، انجینر او یا هم د کمپیوتر کار په توگه دنده ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/1IkbN
انځور: picture-alliance/dpa/F. Rumpenhorst

د«Die Welt» په نوم آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ یوازې د ۲۰۱۵ کال په دویمه نیمایې کې تر ۲۹۰۰ ډیرو پناه غوښتونکو خپل مسلکي او تحصیلي اسناد په آلمان کې اړونده ادارو ته د تائيد له پاره استولي دي.

دغه اعداد او شمېرې د «حرفوي او مسلکي زدکړې له لاري ادغام» یا «IQ» په نوم پروګرام له راپور څخه ترلاسه شوي دي. د دغه راپور يوه کاپي «دي وېلټ» ورځپاڼي سره هم پرته ده.

د نوموړي مرستندويه پروګرام په تمويل کي د نورو تر څنګ د آلمان د کار وزارت هم ونډه لري. په دغه پروګرام کي د دغو تحصیل یافته کسانو اکثريت له سوريې څخه راغلي مهاجر دي. دوی د ټولو روزل شوو کسانو ۶۰ سلنه برخه تشکیلوي. دا په داسي حال کې ده چي په سورياې مهاجرو کي د نورو مهاجرو په پرتله په کم شمیر کې ښوونکي هم شامل دي.

د «حرفوي او مسلکي زدکړې له لاري ادغام» پروگرام د مشورې ورکولو مرکز مشر اوتمار دورنگ، وایې: «زمونږ د مشورې ورکولو مرکز ډیر زیات مصروفه دی». دغه مرکز د ۲۰۱۲ کال راهیسې تر ۶۰ زرو ډیرو مهاجرو ته د دوی د مسلکي او تحصیلي اسنادو د تائید او ارزیابۍ پروسې په هکله لازمې مشورې ورکړی دي.

د معلوماتو پر بنسټ د تحصیلي اسنادو د تائيد اړوند معلوماتو پسې د لټون کچه ډیره زیاته لوړی شوې ده. د شمیرو له مخې په سوریه کې د کورنۍ جگړۍ تر پیلیدو مخکې به په هرو څلورو میاشتو کې په اوسط ډول له ۱۰ څخه تر ۲۵ کسانو پورې د خپلو مسلکي او تحصیلي اسنادو د تائيد له پاره مراجعه کوله، خو اوس دغه شمیر په یوه ربع کې۱۷۰۰ سوو ته لوړ شوی دی.

د «ولټ» ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ د IHK Fosa یا «بهرنیو مهارتونو د تائيد» په نوم اداره چې د لاسي صنعت، سودارگرۍ او صنعت مسلک درلودونکو د اسنادو تائيدولو مسئولیت لري هم په دې برخه کې د خپلو مراجعینو د ډیریدو خبر ورکړی دی. د IHK Fosa تر چتر لاندی ۷۶ صنعتي سازمانونه او تجارتي خوني راټول شوي دي چې مرکز یې د آلمان په نورنبرگ ښار کې دی.

د ۲۰۱۲ کال په اپریل میاشت کې د کله راهیسې نه چې د IHK Fosa سازمان بنسټ ایښودل شوی دی، په ځانگړي توگه د سوریې، عراق، افغانستان او ایران څخه د راغلو مهاجرو غوښتنلیکونه ورته را رسیدلي دي.

د دغې ادارې مشره هایکه کلیمبټ کریگل، وایې چې په اوس وخت کې د دغو هیوادونو څخه راغلو مهاجرو د غوښتنلیکونو شمیر ډیر لوړ شوی دی. زياته سوې چي و اړونده اطاقونو ته په زياته بيا داسي کسان د خپلو اسنادو د رسمي کولو غوښتنليکونه ورکوي، چي په تجارتي ساحو، اليکترونيکي، کمپيوتر پوهنه او فلزکارئ په مسلکونو کي يې کار کړی وي.