1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سلگونو تازه دمه پوځيانو په دندو پيل وکړی

۱۳۹۰ مرداد ۷, جمعه

شاوخوا ۱۳۰۰ تنه تازه دمه عسکر د لومړي ځل له پاره د انتقال د پروسې د لومړي پړاو له بشپړيدو وروسته د ملي پوځ له ليکوسره يو ځای سول. افغان دولت هڅه کوي، چي د بهرنيو ځواکونو تشه اوس د کورنيو عسکرو په مټ ډکه کړي.

https://p.dw.com/p/125xN
افغان ملي اردو
افغان ملي اردوانځور: dpa

دغو ۱۲۷۷ تنه پوځيانو ته د پوځ په بيلا بيلو برخو کي د کورنيو او بهرنيو ماهرينو له لوري مسلکي زدکړي ورکړل سوي.

هغوی ته پر داسي مهال د فراغت بري ليکونه وويشل سول چي د ملک امنيتي ځواک يي له يوي ستري آزمويني سره مخامخ دي.هغه هم په يوازي سر د خپلو ښارونو او بانډو ساتل.

د ملي پوځ د روزنيز مرکز مشر جنرال امين الله پتياني وايي، چي له دغو سرتيرو څخه به په پياده، ډرايوري، حقوقو او مخابره کي کار واخيستل سي.

د کابل د پوځي روزنيز مرکز مشر وايي، چي دغه عسکر به ژر تر ژره هغو ښارونو ته واستول سي، چي امنيتي چاري يې اوس کورنيو ځواکونو ته سپارل سوي دي.

مهترلام، پنجشنير، لشکرګاه، بلخ، باميان هغه لوي ښارونه دي چي همدا يوه اونۍ دمخه يې کنټرول په بشپړه توګه افغان ځواکونو په لاس کي واخيست.

د ملي دفاع وزارت د مهال ويش له مخه به د را رواني لړم مياشتي پوري د افغان ملي پوځ د سرتيرو شميره ۱۷۰ زرو تنو ته ورسيږي.

خو هغه انديښنه چي اوس د پوځيانو د شمير په اړه را پورته سوي هغه دا دي چي تقريباً له هرو لسو هغو سرتيرو چي له دندي وروستۍ په رخصتيو کورونو ته ځي يوازي نيمايي يې بيرته دندو ته ستنيږي او نور يې د بيلا بيلو فشارونو له کبله له پوځ سره مخه ښه کوي.

دغه مسله اوس افغان حکومت او نړيوالو مرستندويانو په خاصه توګه د امريکا متحده ايالتونو ته، چي د افغان پوځ عمده مالي سرچيني برابروي د شديدي انديښني وړ ده.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل