1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سلگونو ماشومان د تليسميا په ناروغۍ اخته دي

۱۳۹۰ شهریور ۱, سه‌شنبه

په کندهار ولايت کي روغتيا پال وايي، چي د روان کال له پيل څخه يي په تليسميا ناروغۍ اخته ۴۵۰ تنه ماشومان له ځان سره ثبت کړي.

https://p.dw.com/p/12Lfs
ناروغ ماشومان
ناروغ ماشومانانځور: DW

د همدې ولايت د ميرويس روغتون د ماشومانو د څانګي مشره عاليه کوچۍ، وايي چي د ورځي شاوخوا لس تنه په دغه ناروغۍ اخته کسان د ويني اخيستلو لپاره دوی ته راځي.

د ډاکټرانو په خبره تليسميا د وينې وژونکې ارثي ناروغي ده چي د والدينو څخه و نوي زيږيدونکي ماشومانو ته په ميراث كي پاتې كيږي، چي پدغه ناروغۍ كي د ويني سره كرويات او په ځانګړي توګه هيموګلوبين په نورماله توګه نه جوړيږي.

۳۵ کلنه نوربي بي، چي دوه ماشومان يي د همدې ناروغۍ له امله مړ سوي د خپلي دريمي لور د ژوند ژغورني لپاره پر هر لسو ورځو کي د کندهار ميرويس روغتون ته ورځي.

نور بي بي وايي، چي د خپلي ناروغي لور لپاره په ډيره ستونزه ويني پيدا کوي، چي د هغي ژوند وژغوري.

« ددې ګروپ وينه په خوارۍ پيداکيږي که يې وينه يوڅه ډيره وي نو يي په پنځلس ورځي کي راولو او که لږ وه بيايي په اته ورځي کي راولو. ددې ترمخه مي دوې سره پسې لوڼي وي، هغوى هم په دې ناروغۍ اخته وې موږ وينه نه ده ورکړې دواړي د يونيم کال سوې او دواړي مړې سوې. موږددې خدمت لاستړي کړي يو.»

ډاکټران په دې اړه وايي، چي په تليسميا ناروغى اخته کوچنيان د درملني اساسي لاره د هډوكو د مغز بدلول دي چي په وينا يي دغه درملنه په هيواد کي دننه ناشوني او په نور هيوادونو کي خورا ډير لګښت لري، چي د يوعادي افغان له وسه ليري خبره ده.

خو هغه کوچنيان چي په دغه وژونکې ناروغي اخته وي د هغوی د ژغورني لپاره اوس څه کول په کاردي او په ځانکړي توګه د کندهار په ميرويس روغتون کي چارواکي ددغه ناروغۍ د درملني لپاره د کوم لارو چارو څخه کار اخلي؟

په کندهارکي ددې څانګي مسؤله عالي کوچۍ يې د کوچنيانو د توري په عملياتو کي څه ناڅه ژغورنه ويني:

« دلته داسي ځانګړي اقدامات نه دي ترسره سوي خو د ژغورني يوه لاريي داده، چي په ناروغۍ د اخته ماشومانوتوري عمليات اوهغه وينه چي په توري کي جمع کيږي نوره رايوځاى نه سي اوکيداسي په دې ډول د ناروغانو ژوند وژغول سي

هغي زياته کړه، چي دتليسميا د ناروغې په رامنځته کيدو کي د کورنيو په دننه کي ودودنه ستر ونډه لري.

اغلې کوچۍ پر کورنيو ږغ کوي هغه هلك او نجلۍ چي د ويني ګروپونه يې سره ورته وي، هڅه بايد وسي چي واده سره ونكړي، ځکه دداسي ودونو څخه ډډه دهمدي ناروغۍ څخه د ژغورني اساسي لاره ده.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل