1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سمندر کې د چین او هند ترمنځ سیالي

۱۳۹۱ آذر ۲۴, جمعه

چین د هند په ستره ساحلي پروژه کې پانګه اچوي، هند د چین د جنوب په سمندرګي کې د سوداګري ګټو د خوندي ساتنې په لټه کې دی. چين او هند دواړه خپلې جنګی بیړۍ په وسلو سمبالوي. دا هڅې د هغوی د ستراتيژیکي طرحو یوه مهمه برخه جوړوي.

https://p.dw.com/p/172Sj

له چین سره اړیکي په اوسني وخت کې د هند د بهرني سیاست په ړومبیتوبونو کې ځای لري. د هند د بهرنیو چارو وزیر، سلمان خورشید د سه شنبې په ورځ د هند په سمندر کې د چین د مخ پر زیاتېدو نفوذ د هغه یو پرمختګ په توګه وګاڼه چې «هند یې باید وزغمي.»

خورشید چې له شپږو اونیو را په دې خوا د بهرنیو چارو د وزارت دنده په غاړه لري، د هند له سیاسي مخورو څخه په څرګندو الفاظو سره وغوښتل چې یوې نوې ننګونګې ته ځواب پیدا کړي. له دغې ننګونې څخه د هغه مقصد چین دی. هغه وویل چې چین د لاس برتوب په لټه کي دی، « چین زمونږ شریک دی، چین زمونږ ګاوندی دی».

«د دواړو پياوړتيا د دواړو په گټه»


د هند د بهرنیو چارو وزیر یادونه وکړه چې د هند د دیپلوماسۍ ننګونه دا ده چی د دواړو هیوادونو له پیاوړتیا څخه د دواړو هیوادونو د ګټو لپاره کار واخیستل شي. د هند د نوموړي وزیر دغه پیغام د دغه هیواد د یو شمیر نورو لوړ پوړو چارواکو په شمول د دغه هیواد د سمندري ځواکونو د ستر قوماندان، امیر البحر، دیوندرا کومار جوشي، په نامه هم استول شوی دی. له دې مخکي نوموړي څرګنده کړې وه چې هند چمتو دی تر څو په دې برخه کي په پوځي اقدام لاس پوري کړي، تر څو د چین د جنوب په سمندرګي کي «خپل سمندري او اقتصادي» ګټې خوندي وساتي، دا په داسي حال کې ده چې هند په دغه سمندرګي کې د خاورې ملکیت هم نه لري. په عین وخت کې جوشي د چینایي پوځ عصري کېدل «خورا د پام وړ» مسله وګنله او د هند له سیاستوالو څخه یې په دې برخه کې د عمل غوښتنه وکړه. نوموړي هندي امیرالبحر وویل: «هند باید د خپل ستراتیژۍ په هکله له سره غور وکړي.» چین په ۲۰۱۲ کال کې د خپل تجهیزاتي بودجې تر ۱۰۶ ملیارد یورو پوري لوړه کړه.

« هند د چيني پوځ عصري کېدل اندېښمن کړی دی»

په برلین کې د آلمان د پوهې او سیاست په انستیتوت کې د جنوبي آسیا د چارو کارپوه، کریسیتیان واګنر دویچه ویله ته وویل: « په دې کي شک نه شته چې هند هم له کلونو را په دې خوا د خپل پوځ عصري کول پېل کړي دي. خو هندي جنرالان د چین د پوځ د پیاوړي سمبالښت څخه سخته اندیښنه لري، ځکه دا خبره هم روښانه ده چې هند له مالي لحاظه دغه ډول سیالۍ له چین سره کولای نه شي.»

د نوموړي کار پوه په نظر، د هند پوځي مشرانو له دغه ډول اندیښنو څخه مقصد دا دی چی خپل حکومت پوه کړي چې د پوځ عصري کول له پام څخه ونه غورځوي او په عین وخت کې خپلو سمندري ګټو ته پاملرنه وکړي.
که څه هم د چین جنوب سمندرګي کې هند د خاورې ملکیت نه لري، خو دغه هیواد د تیلو د ایستلو په برخه کې فعال دی. د ۲۰۱۱ کال په اکتوبر کې د ویتنام حکومت د هند د تیلو د ایستلو یو دولتي شرکت (ONGC Vidsh) ته د چین جنوب سمندرګي په اوبو کې چې پر ملکیت يې نړیواله شخړه موجوده ده، د تیلو د ایستلو د امتیاز حق ولیږداوه. چین پر دغه اقدام باندي سخته نیوکه وکړه. د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، تیره اونۍ وویل : «چین د هرې هغې هڅې مخالف دی چې په یوه اړخیزه توګه د چین د جنوب د سمندرګي په شخړه ایزو برخو کې په یوه اړخیزه توګه د تیلو او ګازو د ایستلو اجازه ورکړي.»

د متحده ایالاتو د اټکل له مخې د چین په جنوبي سمندرګي کې تر ۲۱۳ ملیارد بیرل تیلو زیرمي پرتې دي.

پريا اېسلبورن/ عبدالباري حکيم
کتونکی: احمدولي اڅکزی