1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سنگين کې جگړې او د د ملکي وگړو وژنه

۱۳۸۶ اردیبهشت ۱۹, چهارشنبه

د سنگين دره د افغانستان په ناقراره سويلي ولايت هلمند کې د دوو مياشتو راهيسې د طالبانو په وړاندې د مبارزې مرکز دی. دلته د «اخيل« په نامه د ناټو عمليات پيل شوي وو. په دغه سيمه کې په زرگونو افغان او بهرني عسکر هڅه کوي چې بغاوت کونکي د اوبو له يو مهم بند څخه لرې وساتي.

https://p.dw.com/p/DK9u
په دغه سيمه کې په زرگونو افغان او بهرني عسکر د طالبانو په وړاندې جنگ کوي
په دغه سيمه کې په زرگونو افغان او بهرني عسکر د طالبانو په وړاندې جنگ کويانځور: picture-alliance/ dpa

بېگاه پر افغاني سرتېرو او امريکايي ځانگړو ځواکونو باندې په سنگين کې ډزې وشوې. د طالبانو جنگيالو په دې گزمې باندې د توپکو، غرني هاوان او د اوږې له توغنديو څخه په کار اخېستنې بريد وکړ. په دې اخ و ډب کې د امريکې په مشري د ترهگرۍ ضد ټلوالې يو تن عسکر ووژل شو. طالبانو ښايي ځانونه د خلکو په کورونو کې پټول. بيا امريکايانو د هوايي ځواک څخه ملاتړ وغوښت او د شپې په بمبارۍ کې ښايي چې يو ويشت تنه ملکي وگړي وژل شوي وي، چې د هغو په ډله کې ښځې او ماشومان هم راځی. دغه څرگندونې د هلمند والي اسد الله وفا وکړې. عيني شاهدانو لا لوړ ارقام راپه گوته کړل او ويل يې چې ډېر کورونه هم وران شوي دي. د امريکا د پوځ يوه ويناد زیاته کړه چې بغاوت کونکو ته يې سخت تلفات اړولي دي. خو دا چې ملکي وگړي وژل شوي دي، کنه په دې اړه لا رپوټونه نشته.

په تېرو مياشتو کې څو ځله ملکي وگړي د بهرنيو ځواکونو د عملياتو ښکار وگرځېدل. په زرگونو افغانانو په ټول هېواد کې مظاهرې وکړې.د افغانستان په ختيځ کې د جلال آباد په ښار کې مظاهره چيانو تېره اونۍ د «ژوندی دې وي اسلام» او «مړه دې وي امریکا» شعارونه پورته کول. د امريکايانو د نظامي عملياتو په ترڅ کې دلته د مارچ په مياشت کې نولس تنه ملکي کسان وژل شوي او پنځوس تنه نور ټپيان شوي وو. له ډېر وخت څخه وروسته د امریکې پوځ پرون پر ځپل شويو کورنيو باندې بسپنې او پيسې وويشلې. ډگروال جان نيکولسن له خپلوانو څخه بښنه وغوښته:

«زه ډېر زيات شرمېږم. زه بښنه غواړم چې امريکايانو بې گناه افغاني اتباع وژلي او يا ژوبل کړي دي. د امريکايانو دلاسه د بې گناهو افغانانو وژنه زموږ دپاره او د هغو گڼو امريکايانو دپاره چې د افغانستان د دفاع په وخت کې وژل شوي دي، د شرم خبره ده. دا يوه غټه اشتباه وه.«

د خلکو ناخوښي او د ملکي وگړو د وژنو په وړاندې مظاهرې د افغانستان پر دولت باندې ډېر فشار راوړي. د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په ډېرو توندو الفاظو يوه اونۍ مخکې د احتياط او پام کولو غوښتنه کړې وه، وروسته له هغې چې د افغانسان په لويديځ کې هم ښايي تر پنځوسو زيات ملکي خلک وژل شوي وو. کرزي د ناټو تر مشرۍ لاندې ايساف ځواک او د امريکايانو پر ترهگرۍ ضد ايتلاف تور ولگاوه چې له افغاني چارواکو سره په کافي توگه همکاري نه کوي.

«له بده مرغه هغه هم غږي او هغه گډ کار چې مو په لار اچولای و هغې نتيجې ته ونه رسېد چې مو غوښتې وه. موږ ملکي تلفات نه شو زغملای. دا يو لويه ستونزه ده او نوره نه منل کېږي. کله چې يو بهرنی عسکر ووژل يا ټپي شي نو موږ ته هم گران تماميږي. خو افغانان هم انسانان دي.«

د افغانستان د مشرانو جرگې اوس غوښتي دي چې بهرني ځواکونه بايد د بغاوت کونکو په وړاندې يوازې د ځان څخه د دفاع په وخت کې حمله وکړي او يا مخکې له مخکې له افغاني امنيتي ځواکونو سره تماس ونيسي. د مشرانو د جرگې غړي زياتوي چې د ايساف او د ترهگرۍ ضد ايتلاف بايد د طالبانو او نورو بغاوت کونکو پسې پلټنې او جگړې پای ته ورسوي او د دولت له مخالفينو سره مستقيمې خبرې وکړي. دغه ټکی په تېره بيا د طالبانو افغاني جنگياليو پورې محدود شوی دی. بهرني طالبان او د القاعدې غړي د دولت دشمنان بلل کېږي. طالبان بايد د دوی په وينا د افغانستان اساسي قانون او حکومت ومني، خو سړی بايد د دوی پر غوښتنو بحث وکړي. د مشرانو د جرگې دغه طرحه تر اوسه پورې د ولسي جرگې له لوري او د ولسمشر کرزي له خوا نه ده تاييد شوې.