1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوريه کي د قدرت د انتقال پر سر موافقه وسوه

۱۳۹۱ تیر ۱۱, یکشنبه

د سوريې له پاره د ملگرو ملتونو او عرب ليگ ځانگړي استازي کوفي عنان ويلي دي، چي د نړۍ سترو قدرتونو په سوريه کي، د ده له هغه پلان سره موافقه کړې ده، چي له مخي ئې په سوريه کي انتقالي دولت جوړ سي.

https://p.dw.com/p/15OxZ
انځور: Reuters

د کوفي عنان په پلان کي په سوريه کي د يوې انتقالي ادارې رامنځ ته کول دي، چي دنده به ئې په ټول هيواد کي جنگ ختمول او د بحران له منځه وړل وي. عنان ويلي دي، چي په پيشنهادي انتقالي دولت کي کيدای سي«د اوسنی دولت او مخالفي ډلي غړي گډون وکړي او کيدای سي، چي د متقابل رضايت پر اساس جوړ سي.»

په ژنيو کي د سوريې په اړه تر خبرو اترو مخکي داسي فکر کېدی، چي په دې خبرو اترو کي به د سوريې د جمهوررئيس بشارالاسد راتلونکې د موضوع اساسي ټکی وي.

که څه هم چي ډيری هيوادونه د اسد د ليري کولو غوښتونکي دي، خو روسيه او چين له دغه ډول يوې طرحي سره مخالفت ښيي.

عنان وويل، چي د سوريې په پيښو کي ټولي ښکلې غاړي بايد د انتقال له پروسې سره موافق يي. هغه وويل:«د خلکو له پاره بايد يوه سياسي موافقه وسي. وخت تيرېدونکی دئ.»

هغه زياته کړه:«موږ دې موافقې ته د رسېدول له پاره د سختو گامونو پورته کېدو ته اړتیا لرو، بحران بايد د خبرو اترو له لاري حل سي.»

له دې ټولو سره سره بيا هم د سوريې له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي په دې طرح کي د اسد د نقش په اړه وويل، چي شک لري چي «د سوريې اوسېدونکي، چي د خپلواکي له پاره سخت جنگېدلي دي، هغه څوک دي د خپلي رهبرۍ له پاره وټاکي چي لاسونه ئې په وينو لړلي وي.»

د غرب څرگند پيغام

د ژنيو تر غونډي لږ وروسته د امریکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلینتن په يوه خبري غونډ کي وويل:«اسد به مجبور سي چي ولاړسي.» هغې زياته کړه:«هغه څه چي موږ په دې غونډه کي سره وويل، هغه دا دي، چي د هغو خلکو له سرونو څخه چي لاسونه ئې په وينو لړلي دي هغه خيالونه ليري کړو چي پر قدرت باندي د پاته کېدو له پاره ئې لري.»

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف د عنان د پلان هرکلی کړی دئ، او ويلي ئې دي چي هغه خوشاله دئ، چي د نړۍ ستر قدرتونه يوې موافقې ته سره رسېدلي دي.

هغه دغه راز وويل، چي دا د سوريې په خلکو پوري اړه لري، چي په انتقالي دولت کي څوک ور گډ کړي.

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض