1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوريه کي د ولسمشرۍ ټاکني پيل سوې

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۱۳, سه‌شنبه

پر سوریایانو باندي چې له درو کلونو راهیسې په کورنۍ جگړه کې راگیر دي، غږ شوی دی چې نوی ولسمشر وټاکي. په داسې حال کې چې بشارالاسد د نورو اوو کلونو واکمنۍ هڅه کوي، کورني اپوزیسیون دغه ټاکني بائیکاټ کړي دي.

https://p.dw.com/p/1CAxu
Syrien Präsidentschaftswahl Stimmabgabe in Amman 28.05.2014
انځور: AFP/Getty Images

د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴کال د جون ۳) په ټوله سوریه کې د حکومت تر کنترول لاندي سیمو کې د رایې اچوني مرکزونه پرانیستل شوي دي. د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې تر ۱۵ میلیونه پر زیاتو سوریایانو باندې غږ شوی دی چې خپلي رایې وکاروي. دا په داسې حال کې ده چې په پلازمېنه دمشق کې د حکومت د مخالفانو له خوا دغه ټاکني «غیر مشروع» بلل شوي دي.

دا ټاکنې په داسي وخت کې تر سره کیږي چې د سوریې د کورني جنگ درې کلونه تيريږي. فعالان داسي اټکل کوي چې په دغه موده کې دي تر ۱۶۰ زرو زیاتو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

په مشخصه توگه داسې اټکل کیږي چې اوسنی ولسمشر بشارالاسد به دغه ټاکني، چې په تیرو پنځوسو کلونو کې د لومړي وار له پاره پکښي څو کاندیدان گډون لري، وگټي. بشارالاسد په ۲۰۰۷م کال د خپلي دوهمي اووه کلني دورې د گټلو ادعا کړې وه چې په یوه ترسره شوي ریفرنډم کې یوازنی کاندید وو. ویل شوي دي چې په دغه ټولپوښتنه کې بشارالاسد ۹۶ سلنه رایې خپلې کړي وې.

تر سوريې دباندي په برلين کي د اسد پلويان
تر سوريې دباندي په برلين کي د اسد پلويانانځور: picture-alliance/dpa

دوه تنه چې په پرتلیزه توگه ناپیژندل شوي کسان دي، په اوسنيو ټاکنو کې د سیالۍ له پاره د پارلمان د تائید په ترلاسه کولو وتوانیدل. ماهیر حجار او حسن النوري دغي لوړي چوکۍ ته په اپریل میاشت کې خپله کاندیداتوري اعلان کړه.

د سوریې د ملي ائتلاف په نوم اپوزیسیون ډله چې د لوېدیځ ملاتړ ور سره دی، دغه ټاکنې تحریم کړي دي. د سوریې د ملي ائتلاف مشر احمد الجربا، له خلکو څخه غوښتي دي چې پخپلو کورونو کې پاته شي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري تیره میاشت ویلي ول چې د بشارالاسد له خوا «ترسره کېدونکي ټاکني د خندا وړ، توهینونکي او جعلي دي». د سوریې د دوستانو په نوم د یوولسو هیوادونو ډله چې پکښي آلمان هم شامل دی، څه موده وړاندي په یوه گډه بیانیه کې دغه ټاکني «پر دیموکراسۍ باندي له ملنډو» وهلو سره تشبیح کړي وې.

د سوریې کورنۍ دوامداره جگړه به په دې معنی وي چې رایې اچونه به یوازي د حکومت تر کنترول لاندي سیمو کې امکان ولري. د پلازمېني دمشق او همداشان حلب ستر ښار، ځیني برخي د پاڅون کوونکو له خوا کنترولیږي. همداشان د سوریې زیاتره شمالي او ختیځي برخې هم د حکومت تر کنترول لاندي نه دي.

په لبنان او اردن کې سوریایانو ته بلنه ورکړل شوې ده چې په ټاکنو کې برخه واخلي. دغه سوریایي وگړي د جگړې له کبله دې ته اړ شوي دي چې گاونډیو هیوادونو ته کډه وکړي.

په عین وخت کې خبري آژانسونو پخپلو رپوټونو کې خبر ورکړی دی چې په پلازمېنه دمشق کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

۴۸ کلن بشارالاسد په ۲۰۰۰م کال کې د خپل پلار حفیظ اسد ځای ناستی شو، او اوس هڅه کوې چې د دریم وار له پاره د اووه کلني دورې واکمني خپله کړي.