1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوريه کي د وژلو او ټکولو بهير روان دي

۱۳۹۰ شهریور ۷, دوشنبه

ولسمشر بشار الاسد ته د سوريي وفاداراو ځواکونو د ترکيي او د عربي نړي غوښتنو ته چي د خپلو خلکو د وينو تويولو لړي ته خاتمه ورکړي، خپله غوږنه کاڼه اچولي دي. د حکومت د نوو اصلاحاتو سره سره پرون هم د مرګ ژوبلو خبر ورکړ شو

https://p.dw.com/p/12PDB
د سوریی د رژیم پر ضد د خلکو احتجاج
د سوریی د رژیم پر ضد د خلکو احتجاجانځور: dapd

د سوريي د رژيم ځواکونو د يکشنبه په ورځ هم د  حکومت ضد احتجاج کونکو پر ضد په حملو لاس پوري کړ او  دوه تنه يي ووژل او يو ګڼ شمير نور يي ټپيان کړل.

د رژيم ضد فعالينو ادعا کړي ده چي  بشارلاسد رژيم ته وفادارو ځواکونو  د ترکيي په لور د لوي  لاري په اوږدو کي پر يو پروت ښار ګوټي  باندي حمله وکړه او هلته يي  کور په کور په پلټنو او نيولو لاس پوري کړ.

د رژيم دغه وروستي حمله په داسي وخت کي رامنځ ته کيږي چي  ولسمشر بشار الاسد يو ځل بيا هڅه وکړه تر څو د خپل حکومت  د پراخو غندنو په  قهر او غوصو باندي اوبه تويه کړي.

اسد  پرون يو فرمان صادر کړ چي د هغه له مخي د ژورنالستانو  بندي کول يي منع کړل او  معلوماتو ته يي د لاس رسي ژمني وکړي.  د دغه فرمان له مخي د خپلواکو رسنيو د يوي ملي شورا د جوړيدو ژمنه هم شوي  ده.

خو  ژورنالستانو ته اجازه نه شته چي  په خپلو رپوټونو کي هغه څه خپاره کړي چي  د اسد رژيم  هغه « د سوريي  ملي  يووالي د اغيزمن کولو په نامه ګڼلي دي» او هغه مسايل خپاره کړي چي د خلکو ديني عقايدو ته سپکاوي وکړي او يا  فرقه يي ستونزو ته لمن ووهي.  دغه راز هغو ته اجازه نه شته چي د رژيم د  وسلوال پوځ پر ضد مطالب خپاره کړي.

خو د اسد دا ډول اصلاحاتو  د سوريي دوست هيواد ترکيه له دي څخه منع  نه کړه چي د عربي ټولني سره لاس  يو کړي ترڅو  د بغداد واکمنان  د خپلو خلکو د ځپلو او ټکولو په خاطر  وغندي.

د ترکيي ولسمشر عبدالله ګل د خپل هيواد خبري آژانس، اناتوليا ته وويل: «په سوريه کي وضعيت هغه يو سرحد ته رسيدلي دي چي نور ورته هر څه ناوخت دي.  مونږ خپل باور له لاسه ورکړ.»

ګل زياته کړه. «په نني نړي کي د مطلق العنان رژيمونو لپاره نور ځاي نه شته. هغوي به يا د برچي  په زور  راپرځول کيږي او يا به د نړي د دولتونو  مشران به  په لازمو اقداماتو لاس پوري کوي.»

د ترکيي چي په دي  وروستيو کلونو له سوريي سره د دوستي اړيکي پاللي، په وار  وار سره  له ولسمشر  بشار الاسد څخه غوښتي دي چي په خپل هيواد کي په بنسټيزو  اصلاحاتو لاس پوري کړي، خو  هغه د ترکيي دي غوښتنو ته زياته پاملرنه نه ده کړي.

د هغو رپوتونو له مخي چي د سوريي د بشري حقونو د فعالينو له خوا ورکول کيږي  رژيم  هر ورځ د خلکو قانوني غوښتنو ته د  توپونو او ټاکنو سره ځواب وايي.  د ملګرو ملتو د يوي احصايي له مخي په تيرو څو مياشتو کي څه ناڅه 2200  خلک وژل شوي دي. 

عربي ټولني يا عرب ليګ پرون په قاهره کي يوه اعلاميه خپره کړه او د سوريي له حکومت څخه يي وغوښتل چي  د خپلو خلکو وژلو  او ټکولو ته  خاتمه ورکړي.  د هغي ټولني په اعلاميه کي  راغلي دي چي د سوريي ثبات د سيمي  لپاره خورا اهيمت لري.

خو دمشق دغه اعلاميه رده کړه او ويل چي په هغي کي «د نه منلو او له تعصبه ډکه لهجه استعمال شوي ده.»

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکي: سيد رياض