1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوريه کې اوربند تر ډېره ټينګ دی

۱۳۹۴ اسفند ۹, یکشنبه

په سوريه کې د اوربند په نافذېدلو سره تر ډېره آرامي راغلې ده. د پوځ او فعالينو له خوا يوازې د لږو بريدونو راپورونه ورکول کيږي. تر ډېره خوشبيني حاکمه ده.

https://p.dw.com/p/1I3e7
انځور: picture-alliance/dpa/M. Badra

د روسيې او امريکا د متحدو آيالاتو د بهرنيو چارو وزيران، سېرګي لاوروف او جان کېري، په يوه تليفوني تماس کې د اوربند په هکله خوښي څرګنده کړه. د تليفون د لارې لاوروف او کېري د سوريايانو تر منځ د سوريې د ملاتړ ډلې په چوکاټ کې د سولې د خبرو اترو د بيا پيلېدلو په هکله خبرې سره وکړې.

د روسيې د پوځي مشرتابه يوه استازي په مسکو کې وويل چې په دغو ورځو کې به په سوريه کې هوايي بريدونه تر سره نه شي. مسکو له دې لارې اوربند مراعاتوي او د «خطايي بريدونو» مخه نيسي.

د اوربند مثبته ارزونه

د امريکا متحدو آيالاتو او روسيې په مشرۍ نړيوالې ځانګړې ډلې «د اوربند د مراعاتېدلو د لومړنيو ساعتونو مثبته ارزونه کړې ده.» دغه خبره په ژنيف کې د سوريې د ملاتړ د نړيوالې ډلې يوه غربي ديپلومات تر غونډې وروسته وکړه. د ملګرو ملتونو له مخې «يو څو پېښې» شوې دي، خو سمدلاسه يې «ترينګلتيا کمه کړل» شوې ده.

که دغه دوه اوونيز اوربند مراعات شي او سوريې ته نورې مرستې هم ورپرېښودل شي، نو د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي، ستېفان د ميستورا، په وينا به د مارچ په اوومه نېټه د سولې خبرې اترې دوام ومومي. د سولې وروستۍ خبرې اترې چې په ژنيف کې تر سره شوې، د فبرورۍ مياشتې په پيل کې وځنډول شوې.

د سوريايانو هيلې ډېرې شوې دي

د آلمان د بهرنيو چارو وزير، فرانک والتر شتاينمير، په جګړه ځپلې سوريه کې د اوربند تر اعلانېدو وروسته د سياسي ديالوګ د پيلېدلو غوښتنه وکړه. شتاينماير د «وېلټ آم زونتاګ» ورځپاڼې ته وويل چې «په هر ځای کې اوربند سمدلاسه او سل په سلو کې ټينګ نه و، خو په لومړي ځل د آرامۍ له پاره يو چانس رامنځ ته شوی دی.»

شتانماير زياته کړه چې په هر ساعت سره چې اوربند پکې ټينګ وي، «د په ميليونو سوريايانو له پاره، نه يوازې په هېواد کې دننه، بلکې د هغو سوريايانو له پاره هم چې له جنګ او ترهګرۍ څخه تښتېدلي وي، د دې هيله زياتيږي چې په سوريه کې سوله په ټينګېدو ده.»

شتاينماير د سوريې پر واکمن، بشار الاسد باندې غږ وکړ چې د بشري مرستو له پاره دې لا زيات امکانات برابر کړي. شتاينماير وويل چې «موږ بايد د اوربند له فرصت څخه ګټه واخلو تر څو د بشري مرستو لارې هم هوارې کړو»، چې په دې برخه کې د شتاينماير په خبره اصلي مسووليت «په لومړۍ درجه د سوريې له حکومت سره دی.»