1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوریه کې خوشه یي بمونه استعمال شوي

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۵, سه‌شنبه

د بخښني د نړيوال سازمان د یوه رپوټ له مخې د سوریي حکومتي ځواکونو په هدفي توگه روغتونونه، ښوونځي، مارکیټونه او مسجدونه بمباري کوي. ويل کيږي چې تل له خوشه یي بمونو څخه کار اخیستل شوی چې په زرونو کسان یې وژلي دي.

https://p.dw.com/p/1FKA0
انځور: Reuters/Hosam Katan

د بخښني نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنیشنل په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي دي چې د سوریې د واکمن بشارلاسد ځواکونه پر حلب ښار باندي په منظمه توگه خوشه یي بمونه استعمالوي او په دې ترتیب د جنگي جنایاتونو مرتکب شوي.

د بخښنې د نړیوال سازمان په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د دغه شان بمونو د استعمال له کبله د ۲۰۱۴م کال له جنوري میاشتي راهیسي یوازي په حلب ولایت کې تر ۳۰۰۰ زيات انسانان وژل شوي دي.

د ایمنسټي انټرنیشنل د رپوټ له مخې په تیرو درو کلونو کې په ټوله سوریه کې د خوشه یي بمونو د کارولو له کبله تر ۱۱۰۰۰ ډېر ملکيان وژل شوي دي.

«ډله ییزه جزا»

د بخښني نړیوال سازمان دغه رپوټ چې «هر چیري وژنې: په حلب کې جنگي جرمونه او له بشري حقونو څخه سرغړونه» په عنوان چاپ شوی دی، پکښې راغلي دي چې د سوریې حکومت په «هدفي او سیستماتیکه توگه» پر ملکيانو بریدونه کوي او په دې ډول یې روغتونونه، ښوونځي، مارکیټونه یا بازارونه او مسجدونه بمبار کړي دي.

ويل شوي دي چې له دې کبله ډیرو عامه نهادونو خپل فعالیتونه خوندي زیرخانو یا تاکاویو ته انتقال کړي دي.

دغه رپوټ زیاتوي چې د دغې مودي اوږدوالي او د بریدونو شدت د حلب ولس ته د یو ډول «ډله ییزي جزا» ورکولو یو شکل وو. دغه سازمان په خپل رپوټ کې زیاته کړې ده چې «دغسې یوه ډله ییزه جزا جنگي جرم دی.»

د بخښني نړیوال سازمان په رپوټ کي دغه راز راغلي دي چې د حلب ملکي کسان د نه زغلمو وړ ډار او رنج لیدلی دی. ايمنسټي انترنيشنل د ۲۰۱۴م کال په جون میاشتې کې د یوه برید په هکله لیکلي دي چې يوې څرخۍ الوتکې پر۱۵۰ کسانو خوشه يي بمونه غورځولي دي چې د یوه مرستندویه سازمان مخ ته د خوراکي موادو د ترلاسه کولو له پاره په کتار کې ولاړ ول.

«پاڅون کوونکو هم جنگي جرمونه کړي»

د بشارالاسد رژیم تر اوسه د خوشه یي بمونو استعمالیدل رد کړي دي. خو انځورونه او ویدیوگانې بیا برعکس دغه خبره په اثبات رسوي. د بخښني نړيوال سازمان په وینا د اپوزیسیون وسله والي ډلي هم د جنگي جرمونو مرتکب شوي دي. دغه وسله والي ډلي زیاتره وخت له غیر دقیقو وسلو څخه کار اخلي او تیر کال پر حلب باندي یې د برید پر مهال نزدې۶۰۰ ملکي کسان وژلي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په دې هکله هم شکایت شوی دی چې پر دې سربیره د جگړې ښکیل اړخونه تښتوني او ربړوني هم کوي.

په سوریه کې له څلورو کلونو راهيسي کورنۍ جگړه روانه ده. د منځني ختیځ له پاره د بخښني نړیوال سازمان مشر فلیپ لوتر، دې خبرې ته اشاره کوي چې «څه دپاسه یو کال تر مخه ملگرو ملتونو یوه پریکړه لیک تصویب کړی وو، چې پکښې له بشري حقونو څخه د سرغړونو د ختمیدو غوښتنه شوې وه، په ځانگړې توگه د خوشه یي بمونو په واسطه.»

هغه زیاتوي د دې پر ځای چې د هغه د عواقبو په هکله خبرداری ورکړل شوي وي، نړیوالي ټولني «د حلب ملکي کسانو ته شا اړولې ده.»

د حلب ښار
د حلب ښارانځور: Reuters/Hosam Katan
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب