1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په سوریه کې د اوربند د ټینګیدو غوښتنه

۱۳۹۶ اسفند ۷, دوشنبه

په داسې حال کې چې د سوریې په غوطه سیمه کې بند پاتې ملکيان مرستو ته انتظار باسي، د ملګرو ملتونو د یوه اوربند پر غوښتني سربیره د سوریې رژیم له لوري د یاغیانو تر کنترول لاندي ختیځ غوطه کې د بریدونو رپوټ ورکړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/2tLJZ
Syrien Angriffe auf Ost-Ghuta
انځور: Reuters/B. Khabieh

فرانس پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې تر یووه اوونۍ په زیاته موده کې د بشارالاسد ځواکونو د هوایي بریدونو په ترڅ کې تر۵۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

تر څو ورځو دیپلوماتیکو ناندریو وروسته د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه پریکړه لیک ومانه چې په سوریه کې د ۳۰ ورځو اوربند او «پرته له ځنډ» څخه د بشري او روغتیايي مرستو ته د اجازې ورکولو غوښتنه کوي.

دغه پریکړه لیک دا هیله راټوکولې وه چې د وینې بهیدو مخه به ونیسي، خو د یکشنبې په ورځ د جګړو دوام دا اندیښنه راوپاروله چې کله او تر کومې کچې به دغه اوربند تطبیق شي.

روسیه د اسد رژیم مهم ملاتړی دی. د یکشنبې په ورځ د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، په یوه تلیفوني تماس کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه وغوښتل چې له خپل نفوذ څخه کار واخلي څو اوربند ټینګ شي.

د میرکل د دفتر له لوري ویل شوي دي چې هغوی پر روسیې غږ وکړ چې په عاجل ډول «د هوایي بریدونو او جګړې د تمیدا له پاره د سوريې پر رژیم باندې له خپل حد اکثر فشار څخه کار واخلي.»

لندن میشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان ویلي دي چې د یکشنبې په ورځ د بریدونو په پایله کې د درو ماشومانو په گډون لږ تر لږه ۱۴ ملکيان وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې په دې سره په یوه اوونۍ کې د وژل شوو کسانو شمیر۵۳۰ تنو ته لوړ شوی دی چې ۱۳۰ ماشومان هم پکښې شامل دي.

د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان او یوه روغتیاپال ویلي دي چې د سوریې رژیم له لوري د یکشنبې په ورځ د شکمنو کیمیاوي وسلو تر برید وروسته یو ماشوم مړ شوی او نور ۱۳ تنه د سا اخیستلو یا تنفس له ستونزي سره لاس او ګریوان وو.

امریکایي سوریایي روغتیایي ټولني چې په کلابنده شوې سیمې کې د یوه روغتون چاري پر مخ وړي د ټویټر په پیغام کې د یوه ماشوم انځور خپور کړی دی چي د سا اخیستلو آله ورته ايښول شوې ده.

ویل شوي دي چې په دغه روغتون کې د شپږو ماشومانو او څلورو میرمنو په گډون د ۱۶ ناروغانو درملنه کوي چې علایم یې د کیماوي وسلو استعمال ته ورته دي.

د روسیې د دفاع وزارت په یوه بیانیه کې ویلي دي چې «د وسله والو ډلو مشران د زهرجنو موادو په استعمال سره لمسون ته چمتووالی نیسي، څو رژیم د کیمیاوي وسلو په استعمال تورن کړي.» په دغه بیانیه کې راغلي دي چې په ختیځ غوطه کې وضعیت مخ پر خرابید دوی.

سیف دي چلډرن خیریه سازمان د یوه مرستندویه کارکوونکي له قوله ویلي دي چې په بمباریو کې لنډه وقفه د دې سبب شوې ده چي هغه خلک چې په تهکاويو کې یې يوه اوونۍ پناه اخیستې وه راووځي. دغه کارکوونکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ویلي دي چې «ځینې خلک له دوو درو ورځو راهیسې د خوړو څه نه لري.»

د لندن میشته بشري حقونو د څار سوریایي سازمان مشر رامي عبدالرحمن ویلي دي، داسي بریښي چې په هوایي بریدونو کې کمښت راغلی وي، خو ځمکنۍ جګړې زور اخیستی دی.

د هغه په خبره د ختیځ غوطې په سویلي برخو کې جګړو زور اخیستی دی چې په پایله کې یې د رژیم پلوو ځواکونو ۱۳ غړي او د یاغیانو د جیش الاسلام ډلې شپږ تنه وژل شوي دي. د بشري حقونو د څار دغه ډله خپل معلومات د سوریې په کچه د یوې شبکې د معلوماتو پر بنسټ راټولوي چې دغه کړکیچ څاري.

ختیځ غوطه چې د اوسیدونکو شمیر یې ۴۰۰ زرو تنو ته رسیږي د حکومتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې او اوسیدونکي یې یا نه غواړي چې ولاړ شي او یا هم د دې چانس نه لري.

په عین وخت کې د اروپایي اتحادیي د بهرنیو چارو مسوولي فدریکا موګیرني غږ کړی دی چې د ملګرو ملتونو له لوري د اوربند په هکله پریکړه لیک نافذ شي.

زموږ له آرشیف څخه: