1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بشارالاسد: «د سرتیرو کمبود لرو»

۱۳۹۴ مرداد ۴, یکشنبه

د سوریې د کورنۍ جگړې څلور کاله وشول خو اوس ولسمشر بشار الاسد د عسکرو د کمښت سره مخ دی. نوموړي د شنبې په ورځ د فراریانو د بخښنې اعلان وکړ او د لومړي ځل لپاره ېې د خپل پوځ کمروزتیا ومنله.

https://p.dw.com/p/1G4tG
د سورېې ولسمشر بشارالاسد
د سورېې ولسمشر بشارالاسدانځور: picture-alliance/Press TV via AP video

د سوریې ولسمشر بشار الاسد په یوې تلویزیوني مرکه کې وویل: « کله کله د ځانگړو شرایطو لاندې مونږ باید یوه سیمه پریږدو څو خپل ټول ځواک پر هغو سیمو متمرکز کړو چې نه غواړو له لاسه یې ورکړو.»

خو ده زیاته کړه چې حکومتي ځواکونه اوس هم دښمن ته د ماتې ورکولو توان لري او د دې جوگه دي چې د یاغیانو سره مبازره وکړي. خو اسد زیاته کړه: «مونږ د پرسونل د کمښت سره مخ یو.»

ډیر ضعیف شوې پوځ

د سورېې پوځي خدمت لپاره نور څوک زړه نه ښه کوي
د سورېې پوځي خدمت لپاره نور څوک زړه نه ښه کويانځور: picture-alliance/dpa

د سوریې پوځ د یاغیانو او جهادستانو سره تر څلور کلنې جگړې وورسته ډیر کمزوری شوی دی. د ۲۰۱۱م کال د مارچ په میاشت کې د دې کړکیچ د پیل راهیسې د حکومتي ځواکونو د ۸ زرو څخه زیات سرتیري او د ملاتړو ملیشو غړي وژل شوي دي. د سوریې د بشري حقونو د څار د ټولنې په رپوټونو کې چې په رسمي توگه تصدیق شوي نه دي، راغلي چې په سوریه کې د کورنۍ جگړې له امله تر اوسه ۲۳۰ زره انسانان وژل شوي دي.

د تلفاتو دغه لوړ شمیر د دې لامل شوی چې آن حکومت ته وفادار سوریایان هم نه غواړي د عسکرۍ خپل مکلفیت پر ځای کړي. د څارونکو ادارو په حواله تر اوسه ۷۰ زره سوریايي وگړو د عسکرۍ څخه ځان آزاد کړې دی. د جولايي د میاشتې په سر کې حکومت پو کمپاین پیل کړ څو خلک په پوځ کې شاملیدو ته اماده کړي.

د فراریانو عام بخښنه

سوریه د کورنی جگړی په نتیجه کنډواله شوو
سوریه د کورنی جگړی په نتیجه کنډواله شوېانځور: Reuters

همدا د شنبې په ورځ بشار الاسد د پوځ څخه د تښتیدلو عسکرو له پاره د عامه بخښنې اعلان وکړ. د سوریې د رسمي خبري آژانس «سنا» په حواله حکومت ویلي چې د هیواد څخه د باندې تښتیدلي عسکر باید په دوه میاشتو کې دننه اړوندې ادارې ته ځان ښکاره کړي څو د عام بخښنې څخه گټه پورته کړي. په سوریه کې پاتې فراریانو ته بیا د یوې میاشتې وخت ورکړل شوی دی. خو د عسکري خدماتو څخه تښتیدونکو ته کوم معیاد نه دی ټاکل شوې.