1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوریه کې د م.م. پر څارونکي ماموریت برید شوی دئ

۱۳۹۱ خرداد ۱۹, جمعه
https://p.dw.com/p/15AXz

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون تیره ورځ په نیویارک کې د عمومي اسامبلې غونډې ته د خپلې وینا پر وخت ویلي دي، چې په سوریه کې څارونکي ماموریت هغه وخت تر برید لاندې راغلی دئ چې هڅه ئې کوله هغه ځای ته ځان ورسوي چیرې چې د یوې بلې عام وژنې خبر ورکړل شوی وو. د ملگرو ملتونو د څارونکي ماموریت غړي په دغه پیښه کې روغ رمټ پاتي شوي دي او لا هم په دې هڅه کې دي چې د پیښې ځای ته ځان ورسوي.