1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال احتمالي ویره

۱۳۹۱ آذر ۱۷, جمعه
https://p.dw.com/p/16xcW

په نړیواله ټولنه کي د دې څخه بیره مخ پر ډیریدو ده چې د سوريې رژیم به د یاغیانو پر ضد جگړه کي د کیمیاوي وسلو څخه کار واخلي. داسي معلومیږي چي دغه ګډه انديښنه به اوس د سوريې د خونړي داخلي جنګ د ختمیدو له پاره د نوو ديپلوماتیکو کوښښونو سبب وګرځي.

په همدې منظور په دوبلین کي د بشري حقونو د یوه کنفرانس پر مهال د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنیو چارو وزيري هيلري کلينتن، د روسېې له بهرنیو چارو وزير سیرګیې لاوروف او د سوريې له پاره د ملګرو ملتونو ځانگړي استازي لخضر براهیمي سره وکتل.

براهیمي تر دغو خبرو وروسته وویل چي پر دې باندي یووالی موجود دی چی یو له بل سره ګډ کار وسي، تر څو پر حالاتو باندي کنترول رامنځته او په پای کې بحران ته د پای ټکی کيښودل شي. د ملګروملتونو د امنيت په شورا کي روسېې د چین سره یوځای څو وارې د سوريې پر ضد د سختو پریکړه لیکونو مخالفت کړی وو، خو روسېې هم د ممکنه کیمیاوي وسلو استعمال غندلی دی.