1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوریه کې په یوه چاودنه کې پنځوس تنه وژل شوي دي

۱۳۹۱ شهریور ۳۱, جمعه
https://p.dw.com/p/16CDy

د سوریې په شمال کې یوې دولتي جېټ الوتکې په یوه پترول پمپ بمباري کړې ده چې په پایله کې ئې ۵۰ تنه وژل شوي دي. دغه خبر د رویټرز خبري آژانس د سوریایي بشرې حقونو د ټولنې له قوله ورکړی دئ. په عینې وخت کې په ملگرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیري سوزان رایئس او د لویدیځو هیوادونو یو شمیر سفیرانو د ایران له لوري د بشارالاسد رژیم ته د وسلو په صادرولو خپله ژوره اندیښنه څرگنده کړې ده او ویلي ئې دي چې دا د ملگرو ملتونو له لوري پر ایران د وسلو د صادرولو له بندیز څخه سرغړونه ده. دوی همداشان بغداد هم پر دې تورن کړی دئ چې ایراني الوتکو ته ئې اجازه ورکړې چې د دغه هیواد د هوایي قلمرو له لوري دمشق ته وسلې انتقال کړي. ایران تیره ورځ د لویدیځو هیوادونو دغه استخباراتي رپوټ رد کړی دئ چې گواکې ایراني الوتکو او لاریو د عراق له لارې سوریې ته وسلې او پوځي پرسونل لیږدولي دي.