د ملګرو ملتونو ماموریت بې پایلې پای ته ورسید
۱۳۹۱ مرداد ۲۷, جمعهد ملگرو ملتونو د امنیت شوری د پنجشنبې په ورځ په سوریه کې د خپل څارونکي ماموریت د ختمیدو اعلان وکړ. دغه پریکړه د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو او عرب لیگ د ځانگړي استازي کوفي عنان، تر استعفا دوې اونۍ وروسته شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د سوریې له پاره د عنان د سولې شپږ ټکیز پلان لا پخوا له ناکامۍ سره مخامخ شوی وو.
په سوریه کې د ملگرو ملتونو د څارونکي ماموریت دنده په دې هیواد کې د کوفي عنان د سولې د پلان د عملي کیدو څارل او د دولتي ځواکونو او یاغیانو له لوري د جنگي جرمونو په اړه د راپورونو ورکول وو. د دغو عملیاتو مشري نارویجي جنرال رابرت مود، کوله.
خو رابرت مود په داسې حال کې د جون په میاشت کې په سوریه کې د خپل ماموریت د ځنډولو اعلان وکړ چې په دې هیواد کې د تاوتریخوالي پېښي ډیرې شوې دي او د هغوی د کار کولو پر وړاندې خنډونه رامنځ ته شول.
په سوریه کې د ملگرو ملتونو د څارونکي ماموریت غړي څو وارې تر بریدونو لاندې هم راغلي دي. خو په دې هیواد کې د څارونکي ماموریت دنده د روان کال په جولای میاشت کې یو ځل بیا وغځول شوه او اوس د اگست د میاشتې پر ۱۹مه نیټه پای ته رسیږي.
د ملگرو ملتونو له پاره د فرانسې سفیر د سوریې د کړکیچ په اړه د امنیت د شوری تر غونډې وروسته وویل: «په سوریه کې د ملگرو ملتونو د څارونکي ماموریت د غځولو له پاره شرایط برابر نه ول.»
د ملگرو ملتونو د سوله ساتې څانگې د مشر په وینا په پام کې ده چې په سوریه کې به دغه ماموریت د یکشنبې په شپه پای ته ورسیږي. د رویترز خبري آژانس د ملگرو ملتونو د یوې سرچیني په حواله ویلي دي چې لخدر ابراهیمي په دې راضي شوی دئ چې په سوریه کې د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي په توگه دنده تر سره کړي.
په عین وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال د متحده ایالاتو چارواکو ته ویلي دي چې ملگري ملتونه په سوریه کې باید خپل موجودیت وساتي. دغه خبره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت کړې ده.
بیجنگ دمشق تر فشار لاندې نیولی دئ
په پیکینگ کې د بشارالاسد استازي ته د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې «پخپل هیواد کې په عاجله توگه اوربند نافذ کړي» او د سوریې له اپوزیسیون سره «سیاسي خبرې اترې» پیل کړي.
چین هم د روسیې په شان د ملگرو ملتونو د امنیت په شوری کې د اسد د رژیم پر وړاندې درې وارې د پریکړه لیکونو د تصویبیدو مخه نیولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په سوریه کې لا هم د تاوتریخوالې پېښې ادامه لري. د لندن میشته بشري حقونو د ټولنې په وینا یوازې د پنجشنبې په ورځ په سوریه کې د تاوتریخوالي په پیښو کې ۸۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش