1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوریې کې د تاو تریخوالي پيښې دوام لري

۱۳۹۰ بهمن ۲۹, شنبه

د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې د سوریې پر ضد د یوه پریکړه لیک تر منلو وروسته هم په دغه هیواد کې د تاو تریخوالي پیښې دوام لري.

https://p.dw.com/p/145Ii
انځور: dapd

په دغه پریکړه لیک کې په سوریې کې د زور زیاتي د ختمیدو او له واک څخه د بشارالاسد د گوښه کیدو غوښتنې شوې وې.

د سوریې دولتي ځواکونو د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۲م کال د فبروري د میاشتې ۱۷مه نیټه) د حمص پر ښار خپلو بریدونو ته دوام ورکړ. د اسد مخالفینو خبري آژانسونو ته ویلي دي چې په تیرو دوو اونیو کې دا تر ټولو سخته بمباري وه.

د فرانسې خبري آژانس د سوریې د انقلابي کمیسیون د یوه غړي هادي عبدالله، په حواله ویلي دي: «د دې په شان سخت تاوتریخوالی موږ مخکې نه وو لیدلی. په اوسط ډول په هره دقیقه کې څلور راکټه توغیدل.»

د آلمان خبري آژانس د یوه بل کس په حواله لیکي دي چې د سختې بمبارۍ له کبله یو شمیر ودانیو ته تاوان رسیدلی دئ.

تر دې یوه ورځ مخکې د ملگرو ملتونو عمومي غونډې یو پریکړه منلی وو چې په هغه کې په سوریې کې روان تاوتریخوالي ته د پای د ټکي د ایښودلو او د ولسمشر بشارالاسد څخه د واک د پریښودلو غوښتنې شوې وې.

دغه پریکړه لیک چې د عرب مشرانو له خوا وړاندې شوی وو د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلې منلی دئ چې په ترڅ کې ئې په سوریې کې روان تاوتریخوالی په کلکه غندل شوی دئ.

د سوریې د رژیم په وړاندې د ملگرو ملتونو اعلامیې ته ۱۳۷ هیوادونو مثبتې رایې ورکړې او ۱۲ نورو هیوادونو دغه اعلامیه رد کړه. دا په داسې حال کې ده چې ۱۷ هیوادونو په دغې رای اچونه کې برخه وا نه خیسته.

د پنجشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون، هم په سوریې کې روان تاوتریخوالی په کلکو ټکو وغنده.

چین هم اعلان کړی دئ چې د دوی د بهرنیو چارو د وزیر معاون به د فبروري د میاشتې پر ۱۷ او ۱۸ نیټو دمشق ته سفر وکړي چې په سوریې کې د روان کړکیچ په ختمولو کې مرسته وکړي.

په عین وخت کې د امریکا متحده ایالاتو د ایران د استخباراتو د وزارت پر وړاندې د نوو بندیزونو اعلان کړی دئ او ادعا ئې کړې ده چې د سوریې له دولت سره د مخالفینو په ځپلو کې مرسته کوي.

د بشري حقونو د ټولنو د اټکلونو له مخې په سوریې کې د ۱۱ میاشتو راهیسې شاوخوا ۷۰۰۰ ملکي وگړي وژل شوي دي.

سید ریاض (د آلمان خبري آژانس، فرانس پرس)
کتونکی: مسعود جهش