1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوریې کې د عربي ټولنې د پلاوي پر کار نیوکې وشوي

۱۳۹۰ دی ۹, جمعه

اوس نو عرب لیګ په ژوندی توګه ویني چې په حمص کې څه تیریږي. دا ځکه چې پر هغوی هم ډزې وشوې. دا په داسې حال کې ده چې په سوریې کې د مظاهرو تنظیموونکې د دغه هیواد له خلکو څخه غواړي چې خپل اعتراضونو ته دوام ورکړي.

https://p.dw.com/p/13bk3
آرشیف انځور: کارپوهان وایي چې څارونکي به په اوسنیو شرایطو کې خپل کار په سمه توګه پر مخ بو نه ځي
آرشیف انځور: کارپوهان وایي چې څارونکي به په اوسنیو شرایطو کې خپل کار په سمه توګه پر مخ بو نه ځيانځور: dapd

په حمص کې ډزې او چیغی اوریدلې کیږي. څارونکی پلاوی او د دغې سیمې اوسیدونکي د ځان ساتنه کوي. دغه پلاوی د هغو خلکو تر نیوکو لاندې هم پریوځي چې د ژوند ټول امکانات ترې اخیستل شوي او نه شي کولای چی خپل ناخوال وضعیت ورته بیان کړي.

څارونکی پلاوی سره هری خواته د رژیم امنیتی کسان ملګری دی. د هغوی له ویری ډیر لږ کسان زړه ښه کوی چی  پلاوی ته خپل شکایتونه وړاندی کړی.

د حمص اوسیدونکې د عرب لیک پلاوي ته وایي چې د سوریې رژیم د هغو له راتلو سره په سیمه کې خپل زورزیاتۍ متوقفوي خو کله چې دغه پلاوی له یوې سیمې څخه ووځي نو هلته بیا هم په زورزیاتي لاس پورې کوي.

د عربي ټولنې د پلاوي د ماموریت پیل هسې نه ؤ چی ورته انتظار کیده. د دغه پلاوی مشر، محمد الضبي، له خپلو یادونو سره چې ګواکې په حمص کې کومه خاصه ویره نه لیدله کیږي، خلک په غوصه کړل او د عربي پلاوي په نسبت یې ناباورۍ رامنځ ته کړه.

الضبي د سودان د رژیم د استخباراتو پخوانی چارواکی دی. هغه باندې د سوریې په دننه او بهر کې نیوکې زیاتې دي. الضبي چې د سودان د ولسمشر اعتمادي سړی دی، درې ځلې په دار فور کې ماموریت تر سره کړی. د سودان ولسمشر، البشیر، خپله په دارفور کې په بشري جنایاتو باندې تورن دی او د نړیوالې محکمې له خوا یې د نیولو امر شوی دی. د ملګرو ملتو د معلوماتو له مخې په دار فور کې ۳۰۰۰۰۰ خلک څارل شوي، ربړول شوي، بندیان او وژل شوي دي.

د سوریې رژيم د عرب لیګ پلاوي ته اجازه نه ده ورکړې چې له حساسو پوځي تأسیساتو څخه لیدنه وکړي. د الجزیرې د یوه رپوټ له مخی د پلاوې غړي باید خپل موبایل تیلفونونه رژیم ته وسپاري ځکه چې د پلاوي غړو ته د سوریې د رژیم لخوا نوې تلیفونونه ورکول کیږي.

پلاوی په سوریه کې د آزاد تګ او راتګ اجازه نه لري، شپه او ورځ د سوریې امنیتي کسان ورسره ملګرتیا کوي. په لومړیو کې د دغه پلاوې سر د ملتیا لپاره ۵۰۰ کسان په دنده ګمارل سوي ول خو وروسته بیا دغه شمیره ۱۵۰ کسانو ته راټیټه شوه. دغه پلاوی باید د څلورو اونیو په موده کې د سوریې د کورنۍ جګړې وضعیت وڅاري، زور زیاتیو ته خاتمه ورکړي، بندیانو سره وګوري او د هغوۍ د خوشې کولو لپاره بندوبست وکړي.

خو د سوریې د رژیم له خوا د احتجاج کونکو پر ضد زور زیاتی دوام لري. د حکومت د مخالف اړخ د معلوماتو له مخې سوریې ته د دغه پلاوې له رسیدو سره ۷۰ تنه وژل شوي دي. دیری خلک شک لري چې د عربي ټولنې پلاوی دې له داسې شرایطو سره یو بریالی ماموریت تر سره کړي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش