1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سونو افغان مهاجر هیواد ته پخپله خوښه ستنېدو ته چمتو سوي

۱۳۹۴ بهمن ۱۳, سه‌شنبه

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چي له جرمني سره پر دې سره سلا سوي چي د افغان مهاجرو د پخپله خوښه ستنېدو په برخه کي په گډه کار وکړي. د جرمني د کورنيو چارو وزير تيره ورځ کابل ته تللی وو.

https://p.dw.com/p/1Ho6r
انځور: DW/K. K. Ferguson

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د فيبرورۍ ۲مه) له دويچه ويله سره په يوه ځانگړې مرکه کي وويل، چي دوی او آلماني چارواکي د افغان مهاجرو د پخپله خوښه ستنېدو په برخه کي په يوه نظر دي.

د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير د دوشنبې په ورځ کابل ته لنډ سفر وکړ او هلته ئې له افغان چارواکو سره له جرمني څخه د ځينو افغان مهاجرو د بيرته ستنېدو په اړه خبري وکړي.

ديميزير تيره ورځ د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره تر لنډي ليدني کتني وروسته وويل چي دوی به ډېر افغان مهاجر بيرته خپل هيواد ته ستانه کړي.

هغه وويل: «ښه به دا وي چي افغان مهاجر په خپله خوښه هيواد ته ستانه سي او که دا کار نتيجه ور نه کړي، مجبوره يو چي په زور سره ځيني افغان مهاجر بيرته خپل هيواد ته ولېږو.»

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير وايي، که د د دواړو اړخونو (افغانستان او جرمني) له خوا د افغان مهاجرو د په خپله خوښه هيواد ته ستنېدو په برخه کي هڅي وسي ډېر افغان مهاجر به دې ته تيار سي چي بيرته خپل هيواد ته ستانه سي.

بلخي وويل: «په برلين کي د افغان سفارت د معلوماتو له مخي تر اوسه پوري تر ۶۰۰ زيات مهاجر دې ته حاضر سوي چي په خپله خوښه هيواد ته ستانه سي.»

دا چي پخپله خوښه ستنېدونکو افغان مهاجرو سره به څه ډول نغدي مرسته کيږي؟ د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وازت ئې په اړه معلومات نه لري او وايي چي په دې اړه بايد د جرمني له حکومت سره خبري وسي. خو وايي چي له مهاجرو سره نغدي مرستي به په جرمني کي ډېر افغان مهاجر دې ته وهڅوي چي بيرته خپل هيواد ته ستانه سي.

د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير کابل ته په رسېدو سره له «dpa» خبري آژنس سره په خبرو کي وويل چي هيواد ئې په پام کي لري له هغو افغان مهاجرو سره چي پخپله خوښه هيواد ته ستنيزي په خپل هيواد کي يوه اندازه پيسې هم ورکړي چي په وطن کي خپل ژوند بيرته له سره جوړ کړي.

هغه وويل چي هيواد ته د بيرته تگ له پاره مهاجر کولای سي چي سر له نن څخه لا غوښتنليکونه ورکړي.

خو ديميزير له افغان چارواکو سره تر ليده کاته وروسته جرمني ته په راستنېدو سره تيره ورځ له رسنيو سره په خبرو کي وويل چي هيواد به ئې هيڅکله له مهاجرو سره نغدي مرستي و نه کړي.

بله خوا بيا د افغانستان د کډوالو او راستنېدو چارو وزارت وياند اسلام الدين جرات نن سه شنبه په کابل کي خبريالانو ته وويل چي له هيڅ اروپايي هيواد سره به د افغان مهاجرو د په زور ايستلو په اړه موافقه ونه کړي.