1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوونو مهاجر په مديترانه کي ډوب سوي؟

dpa,rtr/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ فروردین ۲۶, چهارشنبه

د ليبیا په ساحل کي د يوې ډوبي سوي کښۍ په پيښه کي کيدای سي تر ۴۰۰ زيات انسانان وژل سوي وي. که چيري دا خبر تائيد سي، نو دا به له ۲۰۱۳م کال راهيسي د مهاجرو تر ټولو ستر ناورين وي.

https://p.dw.com/p/1F8bK
انځور: picture-alliance/dpa/Italian Navy Press Office

د «کوچنيانو د ساتني» نړيوال سازمان دغه راز اعلان کړی دئ چي امکان لري په قربانيانو کي کوچنيان هم شامل وي. د ايټاليا ساحلي ساتونکو د دوشنبې په ورځ په يوه کښتنۍ کي چي د ليبيا له ساحلونو څخه يې حرکت کړی وو او ډوبه سوه، ۱۴۴ مهاجر وژغورل. ژوندي پاته سوي کسان د ايټاليا ريجيو ښار ته لېږدول سوي دي.

تر اوسه پوري ۹ جسدونه موندل سوي دي. د ژغورني ډېرو ډلو فعاليت پيل کړی دی، خو تر اوسه پوري ئې نور ورک سوي کسان نه دي موندلي.

يوې ژغورل سوي ښځي ژورناليستانو ته ويلي دي چي د مهاجرو دغي ډلي تر سفر دمخه څلور مياشتي طرابلس ته نژدې د کبانو په يوه فابريکه کي سخت ژوند تير کړ: «موږ په ورځ کي يووار ډوډۍ خوړله او هيڅ مو کولای نه سوای. که به يو چا له خپل ملگري يا گاونډي سره خبري وکړې وهل کېدی به.»

د وژل سوو شمېر تر اوسه تائيد سوی نه دئ

دا چي د کښتۍ د ډوبېدو په پيښه کي به څومره انسانان وژل سوي وي تر اوسه پوري ئې څوک په اړه څه نه سي ويلای. که چيري دغه اټکل سوی شمېر چي ۴۰۰ انسانان ښوول سوی دی تائيد سي، نو دابه له ۲۰۱۳م کال راهيسي چي د ايټاليا د لامپيدوسا ټاپو ته نژدې په يوه کښتۍ کي تر ۳۶۰ زيات انسانان ډوب سول، ستر ناورين وي. دغي پيښي هغه مهال په اروپا کي د مهاجرو د سياست په اړه ستر بحثونه راپورته کړل.

ډيري کښتۍ له ليبيا څخه حرکت کوي

اوس تر نورو ډير په زرونو مهاجر ايټاليا ته د افريقا د سويلي صحرا هيوادونو او سوريې څخه ور رسيږي. ډيري کښتۍ له ليبيا څخه حرکت کوي. يوازي له تيري جمعې ورځي راهيسي د ايټاليا ساحلي ساتونکو تر ۸۵۰۰ زيات انسانان ژغورلي دي.

په ايټاليا کي د مهاجرو په ډېرو کمپونو کي نور ځای نسته. روم له ډير وخت راهيسي له اروپا څخه د نورو مرستو غوښتنه کوي، څو د پناه غوښتونکو کړکېچ کنترول کړای سي.

د «Mare Nosrtum» په نوم د ايټاليا له خوا د پناه غوښتونکو د ژغورني پروگرام تيرکال ختم سو او ځای ئې د اروپا د سرحد ساتلو کمېسيون له خوا د «Triton» ماموريت ونيو. خو د بشري حقونو او مرسته کوونکي سازمانونه دا کار کافي نه گڼي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل