1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سویلي آسیا کې د اورښتونو له کبله د مړو شوو شمیر لوړ شوی

۱۳۹۸ تیر ۳۰, یکشنبه

په سویلي آسیا کې په تیرو څو اونیو کې د سختو موسمي اورښتونو وروسته د سیلابونو او ځمکې ښویدنې په پيښو کې تر ۳۵۰ زیات کسان مړه شوي دي.

https://p.dw.com/p/3MRWu
Global Ideas Indien Überschwemmungen
انځور: Getty Images/AFP/B. Boro

د چاراکو په وینا د سختو موسمي بارانونو د پیلیدو راهیسې تر اوسه په هند کې د ۱۸۴، په نیپال کې د ۹۰، په پاکستان کې د ۴۱ او په بنګله دیش کې بیا د ۳۷ کسانو مړینه ثبت شوې ده. دغه موسمي بارانونه د جولای میاشتی په لومړیو کې پیل شوي ول.

په دې سربېره چې د شنبې په ورځ اورښتونه کم شوي او د سیلابونو د اوبو سطحه مخ پر کمیدو ده، خو لا هم په ځینو سیمو کې وضعیت کړکیچن دی.

د هند په ختیځ ایالت بیهار کې د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي دي: «د جمعې په ورځ د مړو شمیر ۹۲ تنو ته لوړ شو چې ژغورونکو ډلو نور جسدونه وموندل. وضعیت اوس هم خراب دی.»

د هندي چارواکو په خبره اوس هم مجموعا ۱۱۴۷۲۱ خلک د بیړنیو مرستو په کمپونو کې ژوند کوي ځکه چې کلي او سړکونه تر اوبو لاندې دي.

په بیهار ایالت کې تر شپږ میلیونو زیات کسان د سیلابونو (نيزونو) له کبله اغیزمن شوي دي. پر دې سربیره د هند په آسام ایالت کې د اړونده چارواکو په وینا د سیلابونو او ځمکې ښویدنې د پيښو له کبله ۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دغه ایالت کې هم له دغو پيښو ۶ میلیونه کسان اغیزمن شوي دي او تر ۲۰۰۰۰ زیاتو کسانو په مؤقتي کمپونو کې پناه اخیستې ده.

د هند په دغو دواړو ایالتونو کې کروندو، کورونو او زیربناوو ته زیان اوښتی دی.

د پاکستان د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې هم له بارانونو او سیلابونو په اغیزمنو شوو سیمو کې د ۴۱ کسانو د مړیني خبر ورکړی وو. په دغه ډله کې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې هغه ۲۲ کسان هم شامل دي چې د دوشنبې په ورځ سیلاب له ځانه سره وړي وو.

په نیپال کې هم د مړو شوو کسانو شمیر ۹۰ کسانو ته لوړ شوی دی، خو د بارانونو او سیلابونو د اوبو سطحه مخ پر کمیدو ده.

(sr/ns (dpa