1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سویډن کې افغان همجنسباز پناه غوښتونکی د اخراج ویره لري

۱۳۹۷ شهریور ۶, سه‌شنبه

په سویډن کې د یوه افغان چې وایي همجنسباز دی، د پناه غوښتنه رد شوې ده. هغه ویره لري چې که افغانستان ته اخراج شي نو ژوند به یې په خطر کې وي.

https://p.dw.com/p/33tYp
Schweden homosexueller afghanischer Flüchtling Akbar
انځور: privat

دغه افغان وایې چې سویډن ته له مهاجرت سره یې د نورو مهاجرو له ویرې چارواکو ته نه وو ویلی چې همجنسباز دی او له خپل هلک ملګری سره یوځای ژوند کوي.

تریسي نیلسون، چې د دې هلک سرپرستي کوي وایې په پیل کې هغه خپله همجنسبازي پټوله، شرمیده او ویل یې چې ناروغه دی خو اوس کولی شي ووایې چې همجنسباز دی. دغه میرمنه د دې افغان د حق غوښتنې هڅه کوي او د سویډن د مهاجرت له ادارې څخه یې غوښتي دي چې پر خپلې پریکړې بیا غور وکړي.

دغه افغان لس میاشتې د مهاجرو په توقیفخانه کې وو. اوس سره د دې چې له توقیفخانې څخه وتلی خو بیا هم د اخراجیدو ویره لري. هغه چې ۱۹ کاله عمر لري دری کاله مخکې له خپل هلک ملګري سره یوځای سویډن ته مهاجر شو او هلته یې د پناه غوښتنه وکړه.

دغه افغان پناه غوښتونکی وایې که افغانستان ته اخراج شي نو ژوند به يې په خطر کې وي: «تراوسه هم موږ د اخراج له خطر سره مخامخ یو خو په رښتیا هم نور نه شم کولی افغانستان ته ولاړ شم [...] غواړم د مهاجرت اداره او سیاستوال پوه شي او خپلې سترګې خلاصې کړي او له موږ سره مرسته وکړي. د اخراج ویره اوس هم موجوده ده او امکان یې هم شته.»

میرمن نیسلون وایې: «موږ ډیر اسناد راټول کړي دي او هیله لرو چې دا به یې د دویم ځلي مرکې له پاره کافي وي خو نه پوهیږم چې څه به کیږي. هیله لرم چې هغه وکړای شي په سویډن کې پاتې شي.»

یتیم، همجنسباز او مهاجر

دغه افغان پناه غوښتونکي له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل کله چې دری کلن وو خپل مور پلار یې له لاسه ورکړل او یوې کورنۍ یې سرپرستي پر غاړه واخیسته او هغه یې له ځان سره ایران ته بوته.

هغه وایې کله چې تنکی ځوان وو د خپلې سرپرستې کورنۍ له مشر زوی سره یې علاقه لرله او په پایله کې دواړو اړیکې ټینګې کړې. نوموړی زیاتوي کله چې کورنۍ یې خبره شوه دواړه یې له کوره وشړل او په خبره یې بیا دوی سویډن ته مهاجر شول.

هغه وویل:«زه او هلک ملګرې مې ډیره اوږده رابطه لرو. هغه نه یوازې زما له پاره هلک ملګرې، بلکې زما له پاره هر څه دی. زه بی له هغه ژوند نه شم کولی.»

دا د افغان همجنسباز پناه غوښتونکو د رد لومړنۍ پيښه نه ده. په دې مورد کې نوموړي کس د خپلې دوسیې د څیړنې بهیر په پیل کې نه وو ویلي چې همجنسباز دی. په اتريش هیواد کې یو بل افغان مهاجر چې د همجنسبازۍ ادعا یې کړی وه هم رد شوی دی.

نوټ: دویچه ویله د موضوع د حساسیت له امله د دغه مهاجر شفاف انځور او نوم نه خپروي. د هغه نوم له دویچه ویله سره محفوظ دی.