1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سویډن کې د نارآمیو لمن پراخه شوې ده

DW (AFP, Reuters, dpa)/ سید ریاض۱۳۹۲ خرداد ۴, شنبه

په سویډن کې د تاوتریخوالي پیښې په شپږمه شپه له پلازمینې څخه نورو ښارونو ته غځیدلي دي. په یو شمیر ښارونو کې موټرې او ودانۍ سوځول شوي دي، په داسې حال کې چې پولیس په دې هڅه کي دي چې د نا آرامیو مخه ونیسي.

https://p.dw.com/p/18ds3
انځور: Jonathan Nackstrand/AFP/Getty Images

شاوخوا د یوې اوونۍ راهیسې د تاوتریخوالي پیښې د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د مې ۲۴مه) د سویډن مرکزي ښار «اوربرو» ته ورسیدي. د پولیسو د رپوټونو له مخې په دغه ښار کې یو ښوونځی او یو شمیر موټرې سوځول شوي دي. د پولیسو په وینا ځوانانو چې نقابونه (ماسکونه) یې پر مخ وو، د پولیسو د یوه مرکز د سوځولو هڅه هم کړې ده. اوربرو ښار د پلازمېنې ستوکهلم څخه د ۱۶۰ کیلومترو په واټن کې پروت دی.

په همدې حال کې د «سودر تالج» په ښار کې د یوې زړې ودانۍ د سوځول کیدو رپوټ هم ورکړل شوی دی. دغه ښار ستوکهلم ته څیرمه پروت دی. په ستوکهلم کې پولیسو خبر ورکړی دی په هغو سیمو کې چې کډوال په کې اوسیږي، څو موټرې سوځول شوي دي. په ستوکهلم کې د پولیسو ویاندې تاو هاګ، ویلي دي چې په اوسني وخت کې وضعه آرمه ده.

په ستوکهلم کې وروسته له هغي آرامي رامنځ ته شوه کله چې د امنیتي ځواکونو څخه وغوښتل شول، چې د ټول هیواد څخه د ښار ناکرارو سیمو ته ولاړ شي.

د پنجشنبې په ورځ د «کیستا» په اطرافو کې لږ تر لږه ۳۰ موټرې او یو شمیر ودانۍ سوځول شوي دي، چې په کې د پولیسو یو مرکز او یو ښوونځی هم شامل دی. تر دې یوه شپه تر مخه پولیسو د ۹۰ پیښو د ثبتولو خبر ورکړی وو. د تاوتریخوالي د پیښو په تړاو ۲۹ تنه نیول شوي هم دي.

د سویډنیانو پوښتنې

د تاوتریخوالي دغه پیښې، چې په تیرو څو کلونو کې یې په سویډن کې ساری نه لیدل کیږي، دغه هیواد ته ټکان ورکړی دی. سویډن د یوې پرانیستي، زغم لرونکي، او د سوکاله هیواد په توګه شهرت لري. د سویډن د حکومت انتقاد کوونکي وایي چې د بیوځولو او شتمنو تر منځ طبقاتي فاصله په زیاتره بیا د هغو ځوانانو تر منځ چې د مهاجرت پس منظر لري زیاته شوې ده. پر دې سربیره د ځوانانو بیکاري هم یوه بله ستونزه ګڼل کیږي.

د تاوتریخوالي دغه پیښې د تیرې یکشنبې د ورځې څخه پیل شوي دي، خو په پلازمینه ستوکهلم کې وضعه له هغه وخت راهیسې ترینګلې شوې ده چې د «هوسبایي» په اطرافو کې د روانې میاشتې په پیل کې پولیسو یو ۶۹ کلن کس په ډزو وواژه. د پولیسو په وینا دغه کس چې ویل کیږي د پرتګال وګړی وو، چاقو درلود. له دې سره د کډوالو ګروپونه، پولیس په سخت چلند تورنوي.

په همدې حال کې بریتانیې او متحده ایالاتو خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی دی، چې نا آرامو سیمو ته د سفر کولو څخه ډډه وکړي.