1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سيلابځپلي پښتونخوا ايالت کي ناروغۍ خپرې سوي دي

۱۳۸۹ مرداد ۱۴, پنجشنبه

په لسگونو زرو انسانانو د پېښور او اسلام آباد د سړک پر غاړه د اوبو څخه پناه اخيستې ده، ولي چي دغه سړک په پرتليزه توگه لوړ دی

https://p.dw.com/p/Ocbo
په سيلابځپلو سيمو کي اوبه مخ په کمېدو ديانځور: AP

د پاکستان د تاريخ تر ټولو ستر سيلاب په خيبر پښتونخوا کي سخت ځاني او مالي تاوانونه رسولي دي. که له يوې خوا په سلگونو انسانان د سيلابونو قرباني سوي دي نو له بلي خوا په لسگونو زره انسانان د چښاک د اوبو، غذا او درملو د نشته والي سره مخامخ دي. يو اغېزمن سوی کس چي د د سړک پر غاړه يې ځان ژغورلی دی وايي:

«موږ دلته لږترلږه ٢٠٠ خېمو ته اړه درلوده او هم ډېر کم خواړه راته رسيږي. موږ پر تش ميدان خالي لاس ناست يو، زموږ څاروي هم د خوراک څه نه لري.»

په پاکستان کې له سيلونو څخه تښتېدلي په مليونو نور کسان هم دې کس ته ورته حالت لري. سيلونه په ناڅاپه ناورين وهلو سيمو کې راغلي. گڼ شمېر بزگران، چې هسې هم بې وزله وو، اوس هېڅ نه لري - کښتونه اوغلې يې تالا شوې. ځينو ته په لنډ وخت کې دوه ځله زيانونه آوښتي. د بېلگې په توگه د سوات په دره کې. دلته کله ناکله طالبانو واک په لاس کې نيولی، چې کسانو ته سخت دردوونکی رژيم ښکاري. پېښور هم له خطر سره مخامخ وو. هغه ځای، چې يو وخت د پلازمېنې اوسېدونکو ته د هواخوري ځای وو، په بيديا بدل شوی - په تېره بيا کله چې پاکستاني پوځ د طالبانو د شړلو په منظور هلته پوځي عمليات سر ته ورسول. ډېر خلک هغه وخت خوشحاله شول، چې بيا کولی شي د سلمانۍ دکانونه خلاصې او د سندرو ټکلي وپلوري. خو په زرهاوو کسان له جگړې څخه تېښتې ته هم مجبور شول - او هر څه يې له لاسه ورکړل. په پاکستان کې د ملگروملتونو له څانگې څخه نيکي بينيت دواړه حالتونه سره ورته بولي او وايي:

«له دې کسانو څخه چې اوس زيانمن شوي، گڼ شمېر له کالونو راهيسې دا ربړې لري، چې تښتېدلي وو او کوم وخت چې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي، نو له ړنگو او ورانو کليو او بانډو سره مخامخ شوي او له ٦ يا ٨ مياشتو راهېسې يې بيا د خپل ژوند په جوړولو شروع کړې وه. او اوس بيا سيلونه راځي. د خلکو د پاره دا د زغم وړ نه ده، چې په حاصل راغلي کښتونه او غلې يې اوبه وړي.»

نو دا به پرېکړنده وي، چې حکومت له خلکو سره څه ډول مرسته کولی شي - آيا غواړي چې بيا يې د طالبانو په لمن کې اچوي او که څنگه. په ناورين وهلو سيمو کې ويل کيږي، چې اوس مرستندويه ټولنې هغه کار کوي، کوم چې بنسټ پالو ته اړيکه ورکول کيږي. دوی يو ځل پنځه کاله وړاندې د يوې سختې زلزلې په مهال، کومې چې ٨٠٠٠٠ کسان مړه کړل، زيات برياليتوب ترلاسه او پلويان يې مونده کړل. اوس هم زيات وگړي په غصه دي، او دا ځکه چې د پاکستان رسمي ادارو باندې کار تر سر آوښتی.

ليکونکی: عارف وردگ/ وېبرمان
کتونکی: احمدولي اڅکزی