1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سپين بولدک کي ځانمرگو بريدونو ۴ تنه وژلي

مسعود جهش (afp,ap)۱۳۹۱ دی ۱۷, یکشنبه

د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د یکشنبې په ورځ دوه پرله پسې ځانمرګي بریدونه شوي دي چې په نتيجه کې یې څلور کسان وژل شوي دي او پنځلس تنه نور ټپي شوي دي.

https://p.dw.com/p/17Emg
انځور: dapd

افغان چارواکي وایي چې برید د سیمه ییزو قومي مشرانو د یوې غونډي پر مهال شوی دی. دا چې په دغه برید کې قومي مشران او سیمه ییز چارواکي هم وژل شوي دي او که نه لا تر اوسه پورې معلومه نه ده.

د کندهار ولایت د امنيې قومندانۍ ویاند غورځنگ افریدي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «تر اوسه پورې د سپین بولدک په برید کي څلور کسان مړه شوي دي او ۱۵ تنه نور ټپیان دي.»

د سپین بولدک ولسوال محمد هاشم، ویلي دي چې ځانمرګو بریدکوونکو په دغه ولسوالۍ کې پر هغه دولتي ودانۍ باندي برید کړی وو چې پکې د سیمه ییزو قومي مشرانو یوه غونډه روانه وه.

ښاغلي هاشم زیاته کړې ده چې دوه تنه برید کوونکي په یوه موټر کې سیمه ته راورسیدل او د ساتونکي تر وژلو وروسته ودانۍ ته وردننه شول. هغه وویل چې ځانمرګو برید کوونکو ترهغه وروسته ډزې وکړې او بیا یې خپلو ځانونو ته انفجار ورکړ.

د سپین بولدک د ولسوال او د ولسوالي د شورا مشر دفتر هم په همدې ودانۍ کې دی چې ورباندي برید شوی دی. تر دې مخکې د سپین بولدک ولسوال ویلي ول چې د دغي پېښي په پایله کې یوازي یو تن وژل شوی دی.

کندهار د افغانستان له ناامنه ولایتونو څخه شمیرل کیږي چې وخت نا وخت پکې د یاغیانو له خوا ځانمرګي بریدونه تر سره کیږي.