1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سپین بولدک کی په لومړی ځل د پاکستان په ضد مظاهره

مرکه کونکی رزاق برق۱۳۸۴ دی ۲۹, پنجشنبه

د سپین بولدک ولس والی دامنیی قومندان عبدالواسع دالمان ږغ راډیو پښتوخپرونی ته وویل: » په سپین بولدک کی د سیمی د قومی مشرانو، ملکانو اوعادی خلکو له خوا په دی خاطر یوه مظاهره وشوه، چی تیره ورځ په سپین بولدک کی د خلکو له اړخه داخترد خوشحالی د میلی د پاره دغیږورکونی مراسم جوړشوی و. چی په دغه وخت یوکس چی په موټر سایکل سپورو، د غیږوورکونی میدان ته راغلی او یوه چاودنه وشوه، چی دهغه له کبله 28 کسان ووژل شوه. نو ورسته د دغه نا

https://p.dw.com/p/DMq0
انځور: AP

روا عمل د غندنی په سوب د سیمی دخلکو وینه په جوش راغله اویوه مظاهره يي وکړه«.

دوی د یوی پوښتنی په ځواب کی وویل چی د کندهار د والی په شمول تقریبا ً د 12 زرو څخه بیا تر 15 زرو کسانو په مظاهره کی گډون کړی وو. دوئ وویل چی مظاهری ټولو برخه والو د پاکستان د دولت په ضد شعارونه ورکول او وویل به يۍ چی مرگ په هغه چا چی زموږ سره دځان مرگی برید دلاری ناوړه عمل تر سره کوی. ده زیاته کړه چی دا لومړی وار دی چی په سپین بولدک کی دومره غټه مظاهره تر سره کیږی.