1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په شتراسبورګ کې تر پيښې وروسته نور کسان نیول شوي

۱۳۹۷ آذر ۲۷, سه‌شنبه

شتراسبورګ ښار ته څیرمه په کرسمس بازار کې د رامنځ ته شوې ترهګریزي پیښې په تړاو دوه نور کسان نیول شوي دي. پر دغو دواړو باندې شک دی چې د وسلې په برابرولو کې یي مرسته کړې.

https://p.dw.com/p/3AHlZ
Straßburg Weihnachtsmarkt nach Anschlag
انځور: Patrick Hertzog/AFP/Getty Images

د فرانسې قضایي کړیو دا خبر تائید کړی دی چې د شکمن عامل شرېف چیکات، سره تړلی دریم شکمن کس پر ضد تحقیقات پيل شوي دي. دغه کس لا تر مخه نیول شوی وو. زیاته شوې ده چې پر نورو سربیره د دغه کس پر ضد په یوه ترهګر سازمان کې د ګډون له امله پلټنې کیږي.

شکمن کس په توقیف کې دی. نوي پیل شوي تحقیقات ښایي په جزايي پروسه واوړي، که چیرې تحقیق کوونکي د تورن کس پر وړاندې کافي شواهد ولري. په بل صورت کې هغوی کولای شي چې دغه پروسه ودروي.

د تیرې سه شنبې په ورځ شتراسبورګ ته څیرمه په رامنځ ته شوې پيښه کې د وژل شوو کسانو شمیر اوس پنځو تنو ته لوړ شوی دی. په پيښه کې تر لسو زیات کسان ټپیان شوي هم وو. شکمن عامل شرېف چیکات، د تیرې پنجنشنبې په ورځ په شتراسبورګ کې د پولیسو سره د متقابلو ډزو په پایله کې ووژل شو.

داسې نخښې نښانې مخ پر زیاتیدو دې چې نوموړی ۲۹ کلن د داعش پلوي وو. په دې اړوند د هغه پلار هم څرګندوني کړي دي.

د دغه برید تر ترسره کیدو وروسته تحقیق کوونکو په موقتي ډول شپږ کسان نیولي وو، خو د فرانسوي رسنیو د رپوټونو له مخې دغه کسان اوس بیرته آزاد شوي دي.

س.ر/م.س (dpa, afp)