1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په شمالي وزيرستان کي تعرضي عمليات پيل سول

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۳ خرداد ۲۶, دوشنبه

د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کي مځکني تعرضي عمليات پيل کړل. د امریکا متحده ايالاتو له کلونو راهيسي له پاکستان څخه غوښتل چي په وزيرستان کي د وسله والو ياغيانو پرضد مځکني عملیات پيل کړي.

https://p.dw.com/p/1CIyS
انځور: picture-alliance/AP

د کراچي پر نړيوال هوايي ډگر باندي تر يرغل يوه اوونۍ وروسته د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کي د «ترورستانو» پرضد مځکني تعرضي عمليات پيل کړل.

د پاکستان پوځ يوه چارواکي ويلي دي چي «د ضرب عضب» په نوم دغو عملياتو کي به هوايي ځواک، توپخانه او پلي عسکر برخه ولري. ويل کيږي چي په دغو پوځي عملياتو کي به په مجموع کي له ۲۵ زرو څخه تر ۳۰ زرو پوري عسکر برخه ولري.

د پاکستان پوځ ويلي دي: «زموږ اتل پوځ ته امر سوی دی چي تروريستان بې له دې چي توپير يې وسي چي څوک دي بايد له خپلو پټنځاينو سره له منځه يووړل سي.»

پوځ دغه راز ويلي دي چي «په داسي حال کي چي تروريستان له شمالي وزيرستان څخه د خپلي اډې په توگه کار اخلي، دوی د پاکستان حکومت پرضد جگړه پيل کړې ده.» دغه عمليات د لومړي وزير نواز شريف په لارښوونه پيل سوي دي.

د پاکستان پوځ د يکشنبې ورځي په سهار وختي په شمالي وزيرستان کي د ياغيانو پر پټنځاينو باندي په هوايي يرغل کي د دوی د معلوماتو له مخي تر ۸۰ زيات تروريستان وژلي دي.

د پاکستان پوځ د مځکنيو تعرضي عملياتو تر پيل وروسته وويل چي د يکشنبې ورځي د هوايي بريد په وژل سوو تروريستانو کي د کراچي پر هوايي ډگر باندي د يرغل اصلي طراح ابو عبدالرحمان آل ماني، هم شامل دی.

د دغه هيواد د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي پر شمالي وزيرستان باندي د عملياتو له پيلېدو سره سم په پلازمېنه اسلام آباد کي سخت امنيتي تدابير نيول سوي دي او د هيواد په ټولو هوايي ډگرونو کي د تيارسئ حالت اعلان سوی دی.

تيره اوونۍ د کراچي پر نړيوال هوايي ډگر باندي د يرغل مسئوليت پاکستاني طالبانو او ازبک جنگياليو پرغاړه واخيست.

له افغانستان سره په سرحدي نيمه خودمختاره قبايلي سيمه کي په دې وروستيو کلونو کي د ازبکستان، چيچنيا، ترکمنستان او تاجيکستان جنگياليو پټنځايونه جوړ کړي دي او په افغانستان کي له غربي ځواکونو سره جنگيږي.

مشکوک توپير

د پاکستان پر امنيتي ځواک باندي له کلونو راهيسي تور لگول کيږي چي دوی د طالبانو ترمنځ توپير کوي. ويل کيږي هغه طالبان چي له پاکستان څخه په افغانستان کي جنگيږي هغوی «ښه طالبان» دي او هغه وسله وال طالبان چي په پاکستان کي بريدونه کوي هغوی «خراب طالبان» دي.

د پاکستان پر امنيتي ځواک باندي تور لگول کيږي چي په شمالي وزيرستان کي د «ښو طالبانو» پرضد عمليات نه کوي. په دې کي د حقاني شبکه هم راځي چي امريکا متحده ايالاتو په افغانستان کي د طالبانو تر ټولو خطرناکه ډله بللې ده.

دغه شبکه له پاکستان څخه په افغانستان کي بريدونه ترسره کوي او په پاکستان کي يې تر اوسه يوه چاودنه هم نه ده کړې. واشنگټن له کلونو راهيسي له پاکستان څخه غواړي چي په دغه هيواد کي د حقاني شبکې پرضد پوځي عمليات وکړي.

خو د پاکستان پوځ په بيانيه کي راغلي دي چي «له تروريستانو سره به بې له توپيره چي څوک دي» جگړه وسي. دا وار به پوځ پر ټولو افراطيانو باندي يرغل وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب