1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په شمالي وزيرستان کي مځکني عملیات پيل شوي

۱۳۹۴ مرداد ۳۰, جمعه

د پاکستان پوځ ویلي دي چې د افغانستان سرحد ته څیرمه قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې یې ځمکني عملیات پیل کړي دي. ویل شوي دي چې دغه عملیات د طالبانو او نورو یاغي ډلو پر ضد اقداماتو یوه برخه ده.

https://p.dw.com/p/1GJEC
انځور: AFP/Getty Images/A. Qureshi

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په شوال دره کې دغه ځمکني عملیات تر هغو هوایي بریدونو څو ساعته وروسته پیل شول چې پکښې ۴۳ شکمن وسله وال ووژل شول.

د پاکستان د پوځ ویاند ډگر جنرال عاصم باجوه، د پنجشنبې په ورځ ناوخته د تويتر له لاري په لنډ پیغام کې د دغو عملیاتو د پیلیدو خبر ورکړ: «د وزیرستان په شوال کې ځمکني عملیات پیل شول.»

هغه ویلي دي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف په دې لټه کې وو چې څومره ژر امکان ولري، دغه عملیات باید بشپړ شي. باجوه زیاته کړې ده: «هغه [راحیل شریف] په دې باور دی چې د هوایي او ځمکني ځواکونو تر منځ همغږي به نوره هم اغېزمنه وي.»

ياد خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې کارپوهان په دې آند دي چې ځمکني عملیات ښيي چې پوځ په دغه سیمه کې د عملیاتو په وروستي پړاو کې دی.

د دفاعي چارو کارپوه حسن عسکري، د فرانس پرس له خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «شوال د زور پالنۍ وروستی سنگر دی او زه په دې باور یم چې پوځ د دغو عملیاتو د ختمولو پر لور روان دی.»

دغه کارپوه ويلي دي که چیرې پوځ دغه کار په دوو میاشتو کې و نه کړي نو بیا د ژمي موسم پیلیږي او هغوی ته به بیا دغه کار گران وي. هغه زیاتوي: «داسې ښکاري چې هوایي بریدونه بریالي ول او د پوځ له پاره اوس دا ممکنه ده چې پر ځمکه کنترول ټینگ کړي.»

تر دې د مخه د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وويل: «۲۸ ترهگر په غلمۍ او نور ۱۵ بیا په شوال کې د دقیقو هوایي بریدونو په ترڅ کې ووژل شول.» دغې لیري پرتې سیمې ته د ژورنالیستانو لاس رسی محدودی دی او له دې کبله د پوځ له خوا دغسو ادعاوو سپیناوی گران کار دی.

د پاکستان پوځ د تیر کال له جون میاشتې راهیسې په شمالي وزیرستان کې پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي، څو دغه سیمي له طالبانو او نورو یاغیانو څخه پاکي شي. پاکستاني چارواکي وایي چې په تیر کال کې د دغو عملیاتو له پیل راهیسې تر اوسه نزدې ۳۰۰۰ یاغیان وژل شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب