1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات

مسعود جهش (د رویترز خبري آژانس)۱۳۹۲ دی ۲, دوشنبه

د پاکستان په شمالي وزیرستان کې میشتو پښتنو د دوشنبې په ورځ د دغه هیواد پر پوځ باندې تور ولگاوه چې د طالب یاغیانو پر ضد د عملیاتو پر مهال یې په لسهاو تنه ملکي وگړي هم وژلي دي.

https://p.dw.com/p/1Af92
انځور: AP

په شمالي وزیرستان کې تر هغه وروسته پوځي عملیات پیل شول چې د روان کال د قوس میاشتې پر ۱۷ نیټه په همدې سیمه کې د پوځیانو پر یوې کنترولي پوستې باندې برید وشو. شمالي وزیرستان د طالبانو او القاعدې پورې تړلو نورو یاغي ډلو یو لوی مرکز بلل کیږي. دغه سیمه له افغانستان سره د پاکستان پر پوله پرته ده.

دا چې پاکستاني پوځ به د یاغیانو پر وړاندې لوی عملیات پیل کړي، په دې اړه گومانونه تر هغه وروسته نور هم قوي شول چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان حکومت او د یاغیانو تر منځ خبرې اترې کومې پایلې ته و نه رسیدې.

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې تر اوسه پورې د یاغیانو پر ضد په عملیاتو کې ۲۳ تنه جنگیالي وژل شوي دي. اوس په شمالي وزیرستان کې د شپې له خوا پر تگ راتگ باندې بندیز لگول شوی دی. ډیر خلک له شمالي وزیرستان څخه تیښتې ته اړ شوې دي.

د دې سیمې یوه تن اوسیدونکي محمد تواب وویل چې د پاکستاني پوځ د توپونو په برید کې یې خپل درې ماشومان او میرمن له لاسه ورکړي دي. تواب د تلیفون پر کرښه د رویترز خبري آژانس ته وویل: «د برید په لومړۍ ورځ د توپ مرمۍ زما په کور ولگیده. په هغې خونې چې مرمې ولگیده زما میرمن او ماشومان په کې ویده ول [...] حکومت هغوی ابدي خوب ته واستول.»

سیمه ییزو اوسیدونکو ویلي دي چې په دغو عملیاتو کې په لسهاو تنه ملکي وگړي وژل شوي دي. د میرعلي قوم یوه مشر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل چې د عملیاتو له پیلیدو راهیسې ۷۰ کسان وژل شوي دي. هغه زیاته کړه: «یو شمیر موټر چلوونکي، پلورونکي او د هوټلونو مالکان په مستقیم ډول ویشتل شوي دي او یو شمیر نورو بیا د څرخي الوتکو، هاوانونو او توپونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»

د پاکستان پوځ د رویترز خبري آژانس هغو تلیفوني اړیکو ته ځواب نه دی ویلي چې د ملکي تلفاتو په اړه په کې پوښتنې شوې وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب