1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په شمالي کوريا کې زلزله؟

۱۳۹۶ مهر ۱, شنبه

ګاونډي هېوادونه لا مطمئن نه دي چې آيا ټکانونه پر يوې زلزلې دلالت کوي، که نه ځکه چې شمالي کوريا په تکرار سره توغندي ازمويلي وو چې د ورته ټکانونو باعث هم ګرځي.

https://p.dw.com/p/2kZQk
Erdbeben Seismograf Symbolbild
انځور: Getty Images/AFP/S. Yeh

په چين کې د زلزلو د څار ادارې ويلي دي چې دغه ټکانونه ښايي د يوې چاودنې په پايله کې رامنځ ته شوي وي. په خبره يې زلزله د ځمکې پر سطحي برخې باندې اندازه کړل شوې ده. د چين د دولتي خبري اژانس شينهوا په حواله د ټکانونو مرکز د سپتمبر مياشتې د پيل په څېر په هغه عين سيمه کې پروت دی چېرته چې د يوې اتومي وسلې ازموينه شوې وه.

د جنوبي کوريا د هواپېژندنې انستيتوت بيا څرګنده کړه چې دغه زلزله ښايي د لومړنيو اټکلونو پر بنياد يوه عادي طبيعي پېښه وي. خو په خبره يې نورې پلټنې او څېړنې لا روانې دي. د زلزلې مرکز په شمالي هامګيونګ ولايت کې پروت دی. جنوبي کوريا د ټکنانونو کچه د ريختر د مقياس له مخې ۳،۰ او چين ۳،۴ بللې ده.

په وين کې مېشت د اتومي ازموينو د هراړخيزې منعې د تړون ټولنې څرګنده کړه چې د لومړنيو پايلو په حواله د ځمکې د لړزېدو فعاليت د توغنديو د ازموينې د پخوانۍ سيمې څخه ۵۰ کيلومتره لېرې راجيستر شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې شمالي کوريا خپله په دې هکله څه نه دي ويلي.

پر له پسې ازموينې

په تېرو وختونو کې د شمالي کوريا په کمونيستي هېواد کې شوو زلزلو پر اتومي ازموينو دلالت کړی دی. شمالي کوريا د جمعې په ورځ د هايدروجني بم د ازمويلو ګواښ کړی وو، چې له دې لارې يې په ملګرو ملتونو کې د متحده آيالاتو د ولسمشر، لفظي بريدونو ته غبرګون ښکاره کړ. شمالي کوريا په دې وروستيو کې د نړيوالو بنديزونو سربېره هم په وار وار اتومي ازموينې تر سره کړې او توغندي يې هم ازمويلي دي.