1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په شمال کي د افغان او آلماني سرتيرو ستر عمليات

۱۳۸۸ مرداد ۵, دوشنبه

د قندوز والي محمد عمر: «موږ بريالي ؤ او ښه پرمختګ مو کړي دي. په کومو ځايونو کي چي طالبان فعاله وه هلته مو هغوي له منځه وړي. د بېلګي په توګه د چهار دره په ولسوالۍ کي».

https://p.dw.com/p/Iy5u
د قندوز والی محمد عمر
د قندوز والی محمد عمرانځور: DW

د افغانستان په شمال کي د خپلو روانو سترو پوځي عملياتو په هکله د آلمان پوځ د زياتو تفصيلاتو ورکولو څخه ډډه کوي. يواځني خبره چي اوس جوته شوی، هغه دا ده، چي دغه عمليات لا تر اوسه پاي ته ندي رسېدلي.

د قندوز والي محمد عمر يوې آلمانۍ راډيو ARD ته د دې خبري پخلي کړي چي عمليات لا روان دي:

«موږ بريالي ؤ او ښه پرمختګ مو کړي دي. په کومو ځايونو کي چي طالبان فعاله وه هلته مو هغوي له منځه وړي. د بېلګي په توګه د چهار دره په ولسوالۍ کي».

د قندوز والي محمد عمر وايي چي د يکشنبې په ورځ عمليات د لږ وخت لپاره ودرول شول. ښايي د دې لپاره چي «ستړو او ستومانه» عسکرو ته سړی یوه دمه ورکړي. خو نن به عمليات بېرته پيليږي. نه د قندوز والي او نه هم د آلمان پوځ پدې هکله معلومات ورکوي چي دغه عمليات به تر کومه وخته روان وي. د دغو عملياتو مقصد په قندوز کي د ټاکنو لپاره د يوي آرامي وضعي برابرول دي. نوموړي ولايت چي پخوا په کرارو ولايتونو کي راتلي د وخت د تېرېدو سره د ناکراريو پيښي په کي زياتي شوي دي. پدې هکله د قندوز والي:

«پخوا وختو کي لا هم دغه ولايت د طالبانو سياسي او پوځي مرکز ؤ. کله چي په 2001 مېلادي کال د طالبانو رژيم ړنګ شو نو په سلګونو طالبان پاکستان ته وتښتېدل. پداسي حال کي چي دوي په سيمه کي ښه بلد دي، دوي اوس بېرته راغلي دي.»

د افغانستان په شمال کی د آلمان پوځ
د افغانستان په شمال کی د آلمان پوځانځور: picture-alliance/ dpa

د افغانستان په شمال کي روان دغه پوځي عمليات چي پکښي افغان ملي اردو او د آلمان پوځ برخه اخلي، د افغان پوځ سره په ګډه د آلماني پوځ تر ټولو ستر عمليات دي. په نوموړو عملياتو کي 900افغان امنيتي چارواکي او 300 آلماني سر تيري ښکېل دي. داسي معلوميږي چي دغه عمليات به لا دوام وکړي ولي چي د قندوز د والي په وينا ستونزې تر اوسه لا په بشپړه توګه ندي هواري شوي:

«په سيمه کي چيچنيايي او ازبک جنګيالي هم شته دي. د طالبانو يومهم مقصد د ناټو د اکمالاتي لارو له منځه وړل هم دي».

د کوم وخت راهيسي چي ماسکو د امريکا متحده ايالتونو ته د اکمالاتو د لېږدوني لپاره د روسي د خاوري له لاري اجازه ورکړېده، د افغانستان شمالي برخه د ناټو او امريکا لپاره لا زياته مهمه شوېده. پداسي حال کي چي د اکمالاتي لارو يو مهم رګ د آلماني پوځ د ماموريت له سيمي يعني قندوز څخه تيريږي، د دغه ولايت امنيت نيول ډېر مهمه شوي دي. په قندوز کي د امنيتي وضعي د خراپوالي يو لامل دا هم ښايي وي چي د افغانستان مرکزي ادارې تير کال په دغه ولايت کي د پوليسو په شمېر کي په سلګونو کموالي راوست. پدې هکله د قندوز والي:

«موږ پدغه ولايت کي د پوليسو د جوړښت سره ستونزه لرو. په زياتو ناکرارو سيمو کي پوليس وجود نه لري. له همدې وجې مجرمان، ترهګر او القاعده په دغه سيمه کي د عملياتو تر سره کولو ښه چانسونه لري».

د والي د خبرو څخه دا څرګنديږي چي د اوسني عملياتو تر پاي ته رسېدو وروسته به هم په قندوز کي د آلماني عسکرو لپاره وضعه ډېره کراره نه وي.

کاي کونستلر/ احمد ولي اڅکزي

کتونکي: عبدالباري حکيم